Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 24:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته په جواب کښې ووئيل، ”اينځر. ښۀ اينځر ډېر ښۀ دى خو خراب اينځر ډېر خراب دى، دومره خراب دى چې د خوړلو قابل هم نۀ دى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 24:3
10 Iomraidhean Croise  

نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو چې،


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زۀ به په هغوئ باندې جنګ، قحط او وبا راولم او هغوئ به د هغه خرابو اينځرو په شان کړم چې د خوړلو قابل نۀ وى.


او مالِک خُدائ زما نه تپوس وکړو چې، ”عاموسه، تا ته څۀ ښکارى؟“ نو ما ورته جواب ورکړو چې، ”سال.“ بيا مالِک خُدائ وفرمائيل، ”وګوره، زۀ د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په مينځ کښې سال لګوم، زۀ به نور د هغوئ ګناهونه پرې نۀ ږدم.


مالِک خُدائ تپوس وکړو، ”اے عاموسه، تا څۀ وليدل؟“ نو ما ورته جواب ورکړو، ”د پخې مېوې ډکه ټوکرۍ مې وليدله.“ بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”زما د خلقو بنى اِسرائيلو دپاره وخت پوخ شوے دے، زۀ به نور هغوئ د سزا نه بغېر نۀ پرېږدم.“


”اوس تا ته څۀ ښکارى؟“ هغې ما نه تپوس وکړو. ما جواب ورکړو، ”زۀ د سرو زرو يو ډيوټ ګورم چې په سر يې د تېلو يوه کاسه ده. او د کاسې نه ګېرچاپېره اووۀ ډيوې دى، او د هرې يوې د باتو سره اووۀ د تېلو فوارې دى.


نو فرښتې زما نه تپوس وکړو چې، ”تا ته څۀ ښکارى؟“ ما جواب ورکړو چې، ”ما ته په هوا کښې يو کولاو طومار ښکارى چې لس ګزه اوږد او پينځۀ ګزه پلن دے.“


ساؤل ورته ووئيل، ”ټيک ده، راځه چې ځُو.“ نو هغوئ هغه ښار ته لاړل چرته چې د خُدائ پاک خِدمتګار اوسېدو. کله چې هغوئ هغه ښار ته په غرۀ باندې ختل، نو هغوئ د يو څو ښځو سره مِلاو شول چې هغوئ اوبو وړلو له راروانې وې. هغوئ د دې ښځو نه تپوس وکړو، ”په ښار کښې يو پېشګوئې ورکوونکے شته؟“ په هغه وخت کښې به يو پېغمبر پېشګوئې ورکوونکے بللے شو، نو چې کله به هم چا د خُدائ پاک نه د څۀ تپوس کولو، نو هغۀ به وئيل، ”ځه چې پېشګوئې ورکوونکى له لاړ شُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan