زۀ به په خپله د خپلې رمې باقى پاتې شوى خلق د هغه ټولو مُلکونو نه راغونډ کړم کومو ته چې ما شړلى وُو او خپل وطن ته به يې واپس راولم. چرته چې به هغوئ مېوه ونيسى او د هغوئ شمېر به ډېر شى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“