Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 23:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 23:5
49 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائيلى دى، د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکى ما ته فرمائيلى دى، ”هغه بادشاه چې په اِنصاف سره بادشاهى کوى، کوم چې د خُدائ پاک په يره کښې بادشاهى کوى،


په خپله دبدبه او جلال کښې راشه د کاميابۍ دپاره، چې د حقيقت، عاجزۍ او اِنصاف شې طرفداره ستا ښے لاس دې تا ته يروونکى او عجيبه کارونه کړى در زده


هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده، او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.


او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.


زمونږ مالِک خُدائ څومره لوئ دے. هغه پاس په عرش استوګنه کوى. هغه به يروشلم د اِنصاف او صداقت نه ډک کړى،


هغه وخت راروان دے چې د مالِک خُدائ څانګه به د هغه مُلک هر يو بوټے او ونه لويه او ښائسته کړى. نو چې کوم اِسرائيليان ژوندى پاتې وى نو هغوئ ټول به خوشحاله وى او په هغه فصلونو به فخر کوى چې په هغه مُلک کښې پېدا کيږى.


”ما، مالِک خُدائ صداقت سره راوغوښتې، زۀ به تا د لاس نه ونيسم او محفوظ به دې ساتم. ستا په ذريعه به زۀ د ټولو خلقو سره يو لوظ وکړم، او ستا په ذريعه به زۀ قومونو له رڼا راوړم.


او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى.


ګورئ، زما خِدمت کوونکے به په خپل کار کښې کامياب شى، د هغۀ به ډېر زيات عزت کيږى.


خو دا د مالِک خُدائ رضا وه چې هغه ووهلے شى، او درد ورته مِلاو شى. کله چې د هغۀ ژوند د ګناه دپاره کفاره شى، د هغۀ به ډېر اولاد وى. هغه به يو اوږد عُمر تېر کړى، او د هغۀ په ذريعه به د مالِک خُدائ مقصد پوره شى.


د مالِک خُدائ په وړاندې زما خِدمت کوونکى داسې وده وکړه لکه څنګه چې يو نرم تېغ په زمکه جرړې نيسى. هغۀ څۀ شان شوکت او حُسن نۀ لرلو چې د هغې په وجه مونږ ورباندې پام کړے وے. او نۀ په کښې څۀ داسې کشش وو چې مونږ يې متاثره کړې وے.


د هر يو جنګيالى فوجى پېزار او د هغوئ هغه ټولې جامې چې په وينو داغدارې دى، هغه به په اور وسوزولے شى.


زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


خو د دِيار نه د ښائسته محلونو جوړول څوک لوئ بادشاه نۀ جوړوى. بې‌شکه ستا پلار، يوسياه، سره خو د خوړلو او څښلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وُو، خو سره د دې هغه په خپله هره معامله کښې صادق او اِنصاف کوونکے وو، نو ځکه مالِک خُدائ ورله برکت ورکړو.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بې‌ګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بې‌اولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“


په هغه ورځو کښې به يهوداه بچ کړے شى او اِسرائيل به د سلامتۍ سره ژوند کوى. او دا هغه نوم دے چې په کوم سره به هغه ياديږى، مالِک خُدائ زمونږ خلاصونکے دے.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ګوره، نو هغه وخت راروان دے چې زۀ به خپل خلق اِسرائيل او يهوداه د جلاوطنۍ نه بحال کړم او هغه مُلک او ځائ ته به يې واپس راولم کوم چې ما د هغوئ پلار نيکۀ له په ميراث کښې ورکړے وو او دا به بيا د هغوئ ملکيت وى، دا مالِک خُدائ فرمائى.“


خو هغوئ به د خپل مالِک خُدائ او د داؤد د نسل نه د هغه بادشاه خِدمت وکړى، څوک چې به زۀ په هغوئ باندې مقرروم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځ راروانه ده چې زۀ به د اِسرائيل او يهوداه او د هغوئ د ځناورو نسلونه زيات کړم.


کنډر، کنډر، زۀ به ښار کنډر کړم. دا به بيا په خپل حال نۀ شى ترڅو چې هغه رانۀ شى د چا چې دا حق دے چې فېصله پرې وکړى. چا ته به چې زۀ دا مُلک ورکړم.“


زۀ به د ورکو شوو ګډو لټون وکړم او بې‌لارې شوې ګډې به راواپس کړم. زۀ به د زخمى شوو مرهم پټۍ وکړم او کمزورو له به طاقت ورکړم، خو حرصناکې او مضبوطې به هلاکې کړم. زۀ به په اِنصاف سره د ګډو شپونتوب وکړم.


زۀ به هغوئ له داسې زمکه ورکړم چې په فصل کولو کښې به مشهوره وى، او هغوئ به نور په دې مُلک کښې د قحط په وجه په تکليف کښې نۀ وى او نۀ به د قومونو مسخرې زغمى.


په بنى اِسرائيلو کښې به دا زمکه د هغۀ ملکيت وى. او زما شهزادګان به نور زما په خلقو ظلم نۀ کوى، خو د بنى اِسرائيلو قوم ته به اجازت ورکړى چې د خپلو قبيلو پاتې شوې زمکه قبضه کړى.“


اويا وارې اووۀ کاله ستا قوم او ستا مقدس ښار دپاره مقرر شوى دى چې په کښې خپله سرکشى ختمه کړئ، او ګناه بنده کړئ، د بدعملۍ کفاره ورکړئ، نۀ ختمېدونکے صداقت قائم کړئ، د پېغمبرى رويا او پېشګوئې تصديق وکړئ او چې د ټولو نه مقدس ځائ مسح کړئ.


د يهوداه او اِسرائيل خلق به بيا په يو ځائ راغونډ شى او د ځان دپاره به يو مشر خوښ کړى. او هغوئ به په يو ځائ د جلاوطنۍ نه راواپس شى. نو دا به د يزرعيل دپاره يوه لويه ورځ وى.


د هغې نه پس به بنى اِسرائيليان راواپس شى او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک او د خپل بادشاه داؤد د اولاد لټون به کوى. په آخرى ورځو کښې به هغوئ ريږدېدو سره مالِک خُدائ ته راځى او د هغۀ برکتونه به حاصلوى.


په هغه ورځ به زۀ د داؤد نړېدلے کور بيا آباد کړم. زۀ به د دې خراب شوى دېوالونه جوړ کړم او کنډر به يې بيا ودان کړم او لکه د پخوا په شان به يې بيا آباد کړم،


نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى.


واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.


ډېره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. د خوشحالۍ نه چغې ووهه، د يروشلم لورې. وګورئ، ستاسو بادشاه تاسو ته راروان دے، هغه صادق او خلاصونکے دے، هغه حليم او په خرۀ سور دے، په کوچاڼى يعنې په کوچى باندې.


او وئيل يې چې، ”هغه د يهوديانو بادشاه کېدونکے ماشوم چې پېدا شوے دے چرته دے؟ ځکه چې مونږ د نمرخاتۀ نه د هغۀ ستورے په راختو ليدلے دے او د هغۀ عبادت کولو له راغلى يُو.“


فيليپوس نتنى‌ايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“


بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“


خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو،


خو خُدائ پاک په خلقو کښې نقصان پېدا کړو او هغۀ وفرمائيل، ”مالِک فرمائى چې هغه وخت راروان دے چې زۀ به د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو سره يو نوے لوظ وکړم.


بيا ما آسمان پرانستے وليدو او هلته زما په وړاندې يو سپين آس وو او د هغۀ د سوارۀ نوم وفادار او رښتينے دے، ځکه چې هغه په عدالت کښې او په جنګ کښې په حقه دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan