مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما چې د اِسرائيل سره څۀ کړى دى نو هغه به په يهوداه هم وکړم، د يهوداه خلق به زۀ د خپل نظر نه لرې کړم او زۀ به يروشلم رد کړم، کوم ښار او کور چې ما خوښ کړے وو او چې ما فرمائيلى وُو چې هلته به زما عبادت کيږى.“
”يرمياه، کله چې د دې خلقو نه عام کس يا پېغمبر يا اِمام ستا نه تپوس وکړى چې، تا سره د مالِک خُدائ نه کوم دروند پيټے شته څۀ؟ نو تۀ په جواب کښې ورته ووايه، نو هغه دروند پيټے هم تۀ يې، مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا وغورزوم.
دا هر څۀ د يروشلم او يهوداه سره د مالِک خُدائ د قهر په وجه وشول، او په آخر کښې هغۀ هغوئ د خپل حضور نه وشړل. خو اوس صدقياه د بابل بادشاه خلاف سرکشى وکړه.
او داسې ووايه، اے د بنى اِسرائيل غرونو، د مالِک قادر مطلق خُدائ کلام واورئ. مالِک قادر مطلق خُدائ تاسو غرونو او غونډو، ګړنګونو او درو ته داسې فرمائى، زۀ به اوس ستاسو خلاف تُوره استعمالوم، او زۀ به ستاسو هغه علاقائى عبادتخانې تباه کړم چرته چې تاسو د بُتانو عبادت کوئ.
زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.
زۀ او يواځې زۀ خُدائ پاک يم، بل يو هم حقيقى خُدائ نشته. زۀ مړۀ کول او ژوندى کول کوم، زۀ زخمى کول او روغول کوم، او هيڅ څوک زما د کارونو مخالفت نۀ شى کولے.