37 تاسو پېغمبرانو ته داسې ووايئ چې، ”مالِک خُدائ تاسو له څۀ جواب درکړو؟ مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى؟“
بېشکه چې څوک د خُدائ نه يريږى د هغۀ خلاصون هغۀ ته نزدې دے، نو دغه شان به د هغۀ جلال زمونږ په خاوره کښې اوسيږى.
خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ.
او کۀ بيا هم تاسو دا دعوىٰ کوئ چې، ”دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے،“ نو مالِک خُدائ بيا داسې فرمائى چې، ”تاسو خبرې خو کوئ چې دا د مالِک خُدائ نه دروند پيټے دے، اګر چې ما درته فرمائيلى وُو چې داسې خبرې مۀ کوئ چې دا د مالِک خُدائ د طرف نه دروند پيټے دے،“