Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 23:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 خو نور به تۀ بيا کله هم دا ونۀ وائې چې، ”د مالِک خُدائ پېغام يو دروند پيټے دے،“ ځکه چې د هر سړى خپله خبره د هغۀ پېغام وګرځېدو نو تاسو بيا دغه شان د ژوندى مالِک خُدائ، ربُ الافواج خُدائ زمونږ د خُدائ پاک پېغام ته تعبير ورکوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 23:36
24 Iomraidhean Croise  

د اسور بادشاه خپل مشر آفسر د ژوندى خُدائ د بې‌عزتۍ کولو دپاره رالېږلے دے. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دې د دې بې‌عزتۍ نه خبر شى او چې چا دا بې‌عزتى کړې وى نو هغوئ له دې سزا ورکړى. زمونږ د ژوندو پاتې خلقو دپاره خُدائ پاک ته سوال وکړئ.“


مالِکه تۀ په خپله دوئ نه پرې کړه غوړ شونډان دوئ نه هغه ژبې پرې کړه چې په لافو دى ګويان.


اے دوکه مارو ژبو هغه به تاسو سره څۀ وکړى؟ او د دې سزا سره به نور تاسو سره څۀ وکړى؟


او چې څنګه فېصله د هغوئ په خلاف ليکلے شوې ده هغه شان وشى. دا د هغۀ ټولو مقدسينو ته جلال دے. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى.


د دوئ خپلې ژبې به هم دوئ تباه کوى. هر هغه څوک چې دوئ ته ګورى نو په سپکه به خپل سرونه هغوئ پورې خوځوى،


هر څوک چې بد ګُمانه وى نو هغه به برکت ونۀ مومى، د چا ژبه چې دوکه ماره وى په مصيبت کښې به راګېر شى.


زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.


بې‌شکه چې يروشلم په لړزان دے. او په يهوداه زوال راغلے دے. هغوئ چې هر څۀ وائى او کوم عمل کوى هغه د مالِک خُدائ خِلاف دے، هغوئ په جار بار د مالِک خُدائ خلاف بغاوت کوى.


بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.


تاسو پېغمبرانو ته داسې ووايئ چې، ”مالِک خُدائ تاسو له څۀ جواب درکړو؟ مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى دى؟“


ستا پېغمبرانو ستا دپاره بې‌مطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بې‌لارې کوونکى پېغامونه واورول.


زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى.


هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟


”اے خلقو. تاسو ولې داسې کارونه کوئ؟ مونږ خو هم ستاسو په شان انسانان يُو. مونږ دا زيرے د دې دپاره تاسو له راوړو چې تاسو د دې عبث بُتانو نه ژوندى خُدائ پاک ته راواوړئ چا چې آسمانونه، زمکې، سمندرونه او په دې کښې هر څۀ پېدا کړى دى.


ځکه چې هر څوک به خپل بوج په خپله اوچتوى.


داسې يو انسان شته څۀ چې هغۀ د اور نه د ژوندى خُدائ پاک خبرې اورېدلې وى او بيا هم ژوندے پاتې وى؟


ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ،


او په خپلو ټولو خطونو کښې يې دا خبرې ليکلى دى. په هغوئ کښې ځينې خبرې داسې دى چې پرې پوهېدل ګران دى، او جاهلان او سپک خلق د دې معنىٰ بدلوى لکه څنګه چې هغوئ د نورو صحيفو معنىٰ بدلوى او د ځانونو دپاره هلاکت پېدا کوى.


داؤد د هغه سړو نه تپوس وکړو چې کوم د هغۀ سره نزدې وُو، ”هغه سړى ته به څۀ مِلاو شى چې څوک دا فلستىے ووژنى او بنى اِسرائيليان د دې بې‌عزتۍ نه خلاص کړى؟ ځکه چې دا ناسنته فلستىے څوک دے چې د ژوندى خُدائ پاک لښکر ته وائى چې زما سره جنګ وکړئ؟“


ستا خِدمت کوونکى ازمرى او مېلوګان دواړه وژلى دى او زۀ به د دې ناسنته فلستى سره هم دغه شان وکړم، کوم چې د ژوندى خُدائ پاک د لښکر مخالفت کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan