31 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف هم يم چا چې خپله خولۀ پرانستى وى او د خپل ځان نه لګيا وى خبرې کوى او بيا وائى چې مالِک خُدائ داسې فرمائى.
په هغوئ کښې د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړل او اخىاب ته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى، د دې سره به تۀ د شاميانو خِلاف جنګ وکړې او تباه به يې کړې.“
نو اخىاب پېغمبران راوغوښتل چې تقريباً څلور سوه وُو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”ما له راماتجِلعاد ته تلل په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”حمله پرې وکړه، خُدائ پاک به تا له فتح درکړى.“
هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.
هغوئ هغه خلقو ته مسلسل خبرې کوى څوک چې ما سپک ګڼى، چې مالِک خُدائ فرمائى چې تاسو به په خير خيريت يئ. او هغوئ ټولو ته څوک چې د خپل سرکشه زړۀ تابعدارى کوى هغوئ وائى تاسو ته به هيڅ قسمه نقصان ونۀ رسيږى.“
نو ځکه زۀ د هغه پېغمبرانو خِلاف يم څوک چې د يو بل نه خبرې نقل کوى او بيا خلقو ته وائى چې دا کلام زما د طرفه دے.“
په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بېحسابه دروغو سره زما خلق بېلارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.
بيا يرمياه نبى حننياه نبى ته وفرمائيل چې، ”حننياه ما ته غوږ شه. مالِک خُدائ تۀ نۀ يې رالېږلے، تۀ دې قوم ته د دروغو نبوت کوې او هغوئ ستاسو په دروغو باندې باور کوى.
نو د هم هغه کال په اوومه مياشت حننياه پېغمبر مړ شو.
کۀ يو دروغژن او دوکه باز راشى او وائى، ”زۀ به تاسو دپاره د ميو او د شرابو پېشګوئې وکړم،“ هغه به د دې خلقو دپاره بلکل صحيح پېغمبر وى.
خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.