نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ ستاسو د جادو منتر خلاف يم په کومو چې تاسو خلق لکه د مرغۍ راګېروئ او هغه به زۀ ستاسو د مټو نه خلاص کړم، او زۀ به هغه خلق آزاد کړم کوم چې تاسو لکه د مرغۍ په شان راګېر کړى دى.
زۀ به خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، اګر کۀ هغوئ د اور نه بهر راوتل خو اور به بيا هم هغوئ وسوزوى. نو کله چې زۀ خپل مخ د هغوئ خلاف کړم، نو تاسو به پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.
کۀ څوک د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته ورکړى او زما مقدسه خېمه ناپاکه کړى او زما د مقدس نوم سپکاوے وکړى، نو زۀ به ترې نه مخ واړوم او هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے.
زۀ به ستاسو نه مخ واړوم، نو تاسو به شکست وخورئ او هغه خلق چې ستاسو نه نفرت کوى هغوئ به په تاسو حکومت وکړى، تاسو به دومره يرېږئ چې څوک درپسې نۀ وى بيا به هم منډې وهئ.