ما ستاسو زناکارى او د نفس خواهشات، ما ستاسو په بېشرمۍ سره د بُتانو عبادت په لوړو او ژورو باندې وليدلو. په تاسو دې افسوس وى، اے يروشلمه. ترڅو پورې به تاسو داسې حرام کاره او ناپاکه يئ؟
نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”زما په نوم دا پېغمبران د دروغو نبوت کوى. د هغوئ پېغام زما له طرف نه نۀ دے او نۀ ما هغوئ ته حکم کړے دے چې تاسو دا پېغام خلقو له ورکړئ. هغوئ دروغژنې روياګانې، او فضول فالونه او د خپلو دروغژنو خيالونو پېشګويانې کوى.
د دې ټولو کارونو کولو نه وروستو به زۀ خپل روح په ټولو خلقو نازل کړم. ستاسو زامن او لوڼه به نبوت کوى، ستا مشران به خوبونه وينى، او ستاسو ځوانان به رويا ګانې وينى.
او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.