يرمياه 23:20 - Pakistani Yousafzai Pashto20 او د مالِک خُدائ دا غضب به تر هغې پورې سوړ نۀ شى ترڅو پورې چې د هغۀ د زړۀ مقصد پوره شوے نۀ وى. په راتلونکو ورځو کښې به تاسو په دې ټولو باندې پوره پوهه شئ. Faic an caibideil |
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“