دا کور به د کنډر يو ډېرے شى او چې هر څوک هم ورباندې تېريږى نو وبه لړزيږى او حېران به شى. هغوئ به تپوس کوى چې مالِک خُدائ په دې مُلک او کور باندې داسې ولې کړى دى.
هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو معبودانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او دوئ چې دا هر څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راوچته شوې ده او دا به کمه نۀ شى.“
او قومونه به په دې پوهه شى چې بنى اِسرائيل د خپلې ګناه په وجه جلاوطن کړے شوى وُو، ځکه چې هغوئ ما سره بېوفا وُو. نو ځکه ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو او هغوئ مې دشمنانو ته حواله کړل، او په تُوره باندې قتل کړے شول.
تۀ به نورو خلقو او قومونو ته د مسخرو او پيغورونو، لعنت او يرې يو مثال يې کله چې زۀ خپله سزا او غضب او قهر او سخته رټنه په تا نازله کړم. دا ما مالِک خُدائ فرمائيلى دى.