Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بيا مالِک خُدائ د يهوداه د بادشاه د محل په حقله داسې فرمائى، کۀ څۀ هم چې د يهوداه محل زما دپاره د جِلعاد په شان مېوه لرونکے او د لبنان د غرونو په شان شين او ښکلے دے، خو زۀ به په يقين سره دا په دشته بدل کړم لکه د هغه ښارونو په شان چې څوک په کښې نۀ اوسيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:6
26 Iomraidhean Croise  

چې کله دوئ روټۍ ته ناست وُو، نو هغوئ د اِسمٰعيليانو يو کاروان وليدو چې هغوئ د جِلعاد نه مِصر ته په سفر روان وُو. د هغوئ په اوښانو خوشبودارې مصالحې او عطر بار وُو.


زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه، د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.


اے محبوبې، تۀ څومره ښائسته ينه. تۀ څومره نازنينه ينه. د نقاب نه شاته ستا سترګې ګوګوشتکې دينه. ستا زلفى وَل وَل لکه د چېلو د رمو په شان دينه، چې د جِلعاد د غرۀ نه لاندې راکوزيږينه.


د هغۀ پښې د سنګِ مرمرو د ستنو په شان دينه چې په سرو زرو کښې لګولے شوې وينه. د هغۀ شکل د لبنان د غرونو د خاص دِيار په شان ښکارينه.


د قلعې په شان د پَخو دېوالونو ښار کنډر پروت دے. دا د يو خوشى بيابان په شان وران ويجاړ پروت دے. او بيا به په دې کښې څاروى څريږى آرام به کوى او څانګې به خورى.


د خپلو پېغام وړونکو په ذريعه تا د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے. تا دا لافې وهلې چې ما د بې‌شمېره جنګى ګاډو سره د لبنان د ټولو نه اوچت غرونه فتح کړى دى. ما هلته د دِيار لوړې ونې او د نختر ښې ونې راوغورزولې دى او زۀ د ځنګلو هغه ګڼو برخو ته رسېدلے يم.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


‏ ”د يهوداه شاهى خاندان ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ،


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به ستاسو د عمل په مطابق چې د څومره سزا قابل يئ هومره درکړم. زۀ به ستا د قلعه ګانو د لرګو په ستنو اور بل کړم او د هغې نه ګېرچاپېره چې هر څۀ وى هغه به وسوزوم.“


مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.


”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے‎ شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.


د تباهۍ او بربادۍ چپې پرله پسې په مُلک راخورې شوې، هر طرف ته مُلک تباه شو، ناګهانه زما خېمې تباه شوې، او په يوه لحظه کښې زما پناه ګاه تباه شوه.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


خو ستاسو خپله مور به رسوا شى، چا چې تاسو زيږولى يئ هغه به شرمنده شى. هغه به په ټولو مُلکونو کښې بې‌اهميته وى، هغه به په دشتو، په اوچه زمکه، او په صحرا بدله شى.


زۀ به د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې د خندا خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. د ناوې او زلمى آوازونه به نور په دې ښارونو کښې نۀ اورېدلے کيږى. ځکه چې دا مُلک به وران ويجاړ وى.“


آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


خپلې دروازې کولاو کړه، اے لبنانه، چې اور ستا د دِيار ونې وسوزوى.


د روبين او جاد قبيلې سره ډېر څاروى وُو. کله چې هغوئ وليدل چې د يعزير او جِلعاد زمکه د څاروو دپاره ښۀ وه،


مالِکه خُدايه، ما پرېږده چې د اُردن سيند نه پورې وځم او چې هغه زرخېزه زمکه ووينم چې په بل طرف باندې ده او چې د غرونو ښائسته مُلک او د لبنان غرونه ووينم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan