Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”دا کس په بې‌اولادو کښې حساب کړه، دا کس به په خپل ټول ژوند کښې نۀ خوشحاله او نۀ آباد شى. د هغۀ د اولاد نه به څوک هم آباد نۀ شى، او يو به هم نۀ د داؤد په تخت کښېنى، او نۀ به په يهوداه کښې حکومت وکړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:30
11 Iomraidhean Croise  

د هغوئ اولاد نشته، او د هغوئ د خاندان يو کس هم ژوندے پاتې شوے نۀ دے.


بې‌اِنصافه مشران تا سره ملګرتيا کولے شى، چې د قانون په نوم لا قانونيت جوړوى؟


زما د قوم شپونکى بې‌شعوره او بې‌عقله شوى دى. دوئ نور د مالِک خُدائ سره مشوره نۀ کوى. نو په دې وجه دوئ پوره ناکاميابه شوى دى، او د دوئ ټولې رمې دانه وانه شوې دى.


تۀ به د هغه ځائ نه هم لاس په سر شرمنده وځې، ځکه چې په چا تا بهروسه کوله مالِک خُدائ هغوئ رد کړل نو تاسو به د هغوئ نه هيڅ امداد حاصل نۀ کړئ.“


اے د يهوداه بادشاه، د مالِک خُدائ پېغام واوره، تاسو څوک چې د داؤد په تخت ناست يئ، تۀ، او ستا آفسران او ستا قوم څوک چې په دې دروازه تګ راتګ کوئ.


نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“


نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى.


هغوئ د صدقياه په مخامخ د هغۀ زامن او د يهوداه ټول آفسران حلال کړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan