Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بې‌ګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:3
49 Iomraidhean Croise  

د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائيلى دى، د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکى ما ته فرمائيلى دى، ”هغه بادشاه چې په اِنصاف سره بادشاهى کوى، کوم چې د خُدائ پاک په يره کښې بادشاهى کوى،


د هغه بې‌ګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے.


تا کونډې تش لاس لېږلې دى، او يتيمان دې نااُميده کړى دى.


بدعمله خلق د کونډې ماشوم د تى نه په زور لرې کوى، او د غريب ماشوم په ضمانت کښې يوسى.


د يتيمانو دپاره پلار دے او د کونډو حفاظت کوى، هم دا خُدائ پاک دے څوک چې په خپل مقدس ځائ کښې سکونت کوى.


کمزورى او حاجتمند بچ کړئ، او هغوئ د بدعملو د لاسونو نه خلاص کړئ.“


هغوئ د صادقانو خلاف ډله جوړوى، او بې‌ګناه خلق قاتل ګرځوى.


هغوئ مسافر او کونډې قتلوى، هغوئ يتيمان وژنى.


د يو مسافر سره بد سلوک يا زياتے مۀ کوئ، هغه راياد کړئ چې تاسو په خپله د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ.


د کونډې يا يتيم سره بد سلوک مۀ کوئ.


په زمکه کښې هغه د حد بندۍ وړومبے کاڼے مۀ بې‌ځايه کوه او مۀ د يتيمانو په زمکه باندې قبضه کوه.


مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بې‌ګناه وينه تويوى،


ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى.


نه، زۀ چې څنګه روژه غواړم هغه داسې ده يعنې، د بې‌اِنصافۍ په زنځيرونو کښې راګېر خلق آزاد کړئ، د خپلو ماتحتو بوج کم کړئ. مظلومان آزاد کړئ، هر جغ مات کړئ.


اوږې خلق په خپل خوراک کښې شريک کړئ، او بې‌کوره غريبانانو له پناه ورکړئ. چا ته چې د جامو حاجت وى نو هغوئ له جامې ورکوئ او د خپلو خپلوانو سره د مدد کولو نه مۀ پټېږئ.


ځکه چې زۀ هغوئ پرېښے يم او دا ځائ يې غېرو معبودانو ته حواله کړو، او په دې ځائ کښې هغوئ هغه معبودانو ته داسې قربانۍ پېش کړې چې هغه نۀ دوئ په خپله او نۀ د دوئ پلار نيکۀ او نۀ د يهوداه بادشاهانو پخوا کړى وى. هغوئ دا زمکه د بې‌ګناه خلقو په وينو تويولو سره ډکه او رنګ کړه.


اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.


خو ستاسو سترګې او زړۀ صرف د ناروا پېسو ګټلو طرف ته متوجه شوى دى، د بې‌ګناه خلقو وينه توئيوئ او دلته په هغوئ باندې ظلم او زياتے کوئ.“


نو آفسرانو او خلقو چې دا واورېدل، نو اِمامانو او پېغمبرانو ته يې ووئيل، ”دې سړى ته دې د مرګ سزا ورنۀ کړے شى، ځکه چې هغۀ مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په نوم خبرې وکړې.“


ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.


خو ما هغوئ له دا حُکم ورکړو، چې زما تابعدارى کوئ، نو زۀ به ستاسو خُدائ پاک يم او تاسو به زما خلق يئ. او د کومو لارو چې زۀ درته د تلو حکم کوم په هغې تلل کوئ. نو په دې کښې به ستا خير وى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“


کله چې يو سړے په عدالت کښې څوک د اِنصاف نه محروموى، ولې مالِک داسې ظلم نۀ ګورى؟


هغه په غريبانانو او ضرورتمندو ظلم کوى او غلاګانې کوى. او هغه چې ضمانت واخلى بيا يې نۀ واپس کوى، او هغه د بُتانو عبادت کوى او حرامکارى کوى.


هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.


په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه.


”مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، تاسو کافى لرې لاړئ، اے د بنى اِسرائيلو شهزادګانو. خپل شرارت او ظلم پرېږدئ او هغه څۀ وکړئ څۀ چې د اِنصاف او د صداقت وى. زما د خلقو نه د زمکو قبضه کول بند کړئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


خو مِصر به وران ويجاړ شى، او ادوم به بيابان شى، ځکه چې هغوئ د يهوداه په خلقو ظلم وکړو، او هم د هغوئ په خپل مُلک کښې يې بې‌ګناه خلق ووژل.


د عدالت په فېصلو کښې د بې‌اِنصافۍ نه کار مۀ اخلئ، چې د يو غريب طرفدارى وکړئ يا د مالدار کس نه يرېږئ، د خپل ګاونډى سره اِنصاف کوئ.


د بدو نه نفرت کوئ او د نېکۍ سره مينه کوئ، او په عدالت کښې اِنصاف قائم کړئ. نو کېدے شى چې مالِک خُدائ، ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو په باقى پاتې شوو خلقو رحم وکړى.


د دې په ځائ دې اِنصاف لکه د اوبو د چپو په شان وبهيږى، او صداقت د هغه سيند په شان چې هيڅکله نۀ اوچيږى.


د دې حکمرانان په رشوت اخستو عدالت کوى، د دې اِمامان په پېسو تعليم ورکوى، او د دې پېغمبران په پېسو پېشګوئې کوى، او په مالِک خُدائ د باور کولو دعوىٰ کوى خو په حقيقت کښې په هغۀ باور نۀ کوى، او داسې وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ زمونږ په مينځ کښې نۀ دے؟ په مونږ به هيڅ افت رانۀ شى.“


هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.


هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى.


مسافر او يتيمان د خپلو حقُونو نه مۀ محرومه کوئ، او د يوې کونډې نه د قرض په ضمانت کښې جامې مۀ اخلئ.


کۀ يو سړے د خپل اِسرائيلى په تښتولو پورې ونيولے شى او خپل غلام يې کړى يا د غلام په توګه يې خرڅ کړى نو هغه سړے دې ووژلے شى. نو داسې به تاسو د دې بدکارۍ نه خپل قوم خلاص کړئ.


فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو دپاره عدالت ته لاړ شى او قاضيان فېصله وکړى چې يو په حقه دے او بل په ناحقه دے.


د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې هغه مسافر، يتيمان او کونډې د خپلو حقُونو نه محرومه کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.


د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan