Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:27
11 Iomraidhean Croise  

خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے.


اے د يهوداه خلقو، د مړ شوى بادشاه يوسياه په حقله ژړا مۀ کوئ، او د هغۀ په مرګ ماتم مۀ کوئ. خو د دې په ځائ ډېره سخته ژړا د هغۀ د زوئ سلوم بادشاه په حقله وکړئ، څوک چې د مُلک نه شړلے شوے دے ځکه چې هغه به بيا کله هم واپس رانۀ شى، او نۀ به خپل ذاتى مُلک دوباره وګورى.


نو بيا مالِک خُدائ د يوسياه د زوئ سلوم په حقله فرمائى، څوک چې د پلار نه پس د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو، ”هغه د دې ځائ نه لاړو او هغه به هيڅکله نۀ راواپس کيږى.


هغه به په هغه ځائ کښې مړ شى چرته چې هغوئ قېدى بوتلے دے او هغه به دا مُلک بيا دوباره هيڅکله ونۀ ګورى.“


زۀ به تا او ستا مور د دې مُلک نه جلاوطن کړم، او تاسو به په پردى مُلک کښې مړۀ شئ، په هغه مُلک کښې چرته چې تاسو پېدا شوى نۀ يئ.


خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“


زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.


د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan