Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 زۀ به تاسو هغه چا ته حواله کړم څوک چې ستا ژوند ختمول غواړى او د چا نه چې تۀ يرېږې. زۀ به تا د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ خلقو ته حواله کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:25
8 Iomraidhean Croise  

کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.


د کوم شى نه چې بدکاره يريږى نو هم هغه به يې راګېر کړى، خو صادق چې د کوم شى خواهش وکړى هغه به ورله ورکړے شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بې‌دردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“


خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“


خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم.


نو بيا صدقياه بادشاه د هغۀ سره په پټه وعده وکړه او ورته يې ووئيل چې، ”زۀ په مالِک خُدائ درته قسم خورم څوک چې ژوندے دے، او څوک چې مونږ ته ژوند راکوى، نۀ به زۀ تا مړ کړم او نۀ به دې هغه کسانو ته حواله کړم څوک چې تا وژل غواړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan