Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغه به داسې ښخ کړے شى لکه څنګه چې يو خر ښخولے شى، هغه به راښکلے شى او د يروشلم د دروازو نه به بهر وغورزولے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:19
13 Iomraidhean Croise  

نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.


يهويقيم د پينځويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه جوړ شو او هغۀ په يروشلم باندې يوولس کاله بادشاهى وکړه. د هغۀ مور زبوده وه چې د روماه ښار د فداياه لور وه.


يهويقيم مړ شو او د هغۀ زوئ يهوياکين د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.


خو چې سړى د هغې ښخېدلو له ورغلل نو هغوئ د هغې کوپړۍ، پښو او د هغې د لاسونو نه بغېر هيڅ هم ونۀ موندل.


د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه، يهويقيم يې ونيولو او بابل ته يې په زنځيرونو کښې بوتلو.


کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به څلور قسمه تباه کوونکى ورولېږم. تُوره د هغوئ د وژلو دپاره، سپى چې د هغوئ لاشونه راکاږى، ټپوسان چې هغوئ تېر کړى او ځنګلى ځناور چې هغوئ ختم کړى.


نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى.


نو بيا تاسو د مالِک خُدائ کور ته کله چې روژه وى لاړ شئ او خلقو ته هغه څۀ ولولئ کوم چې ما تاسو ته وفرمائيل او تاسو هغه په يو طومار کښې وليکل. دا د يهوداه ټولو هغه خلقو ته ولوله کوم چې د خپلو ښارونو نه د عبادت دپاره دلته راغلى وى.


او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.


نو بيا د هغۀ نه ګېرچاپېره مُلکونو نه قومونه د هغۀ خلاف راغلل. هغوئ خپل جال د هغۀ دپاره خور کړو، او هغه د هغوئ په کنده کښې راګېر شو.


تاسو به په هوار مېدان کښې قتل شئ، ځکه چې دا ما مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائيلى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan