16 هغۀ به غريبانانو او محتاجو له امداد او اِنصاف ورکولو، د دې په بدل کښې ورته برکت مِلاو شو. نو د دې ښکاره مطلب دا دے، څوک چې داسې کوى نو هغه ما پېژنى، مالِک خُدائ داسې فرمائى.
او هغۀ سليمان ته وفرمائيل، ”زما زويه، زۀ تا ته وايم چې د پلار خُدائ پاک وپېژنه او د زړۀ د اخلاصه او د خپلې مرضۍ سره د هغۀ خِدمت کوه. هغه زمونږ ټول فکرونه او خواهشونه معلوموى. کۀ تۀ د هغۀ طلب کوې نو پېدا به يې کړې، خو کۀ تۀ د هغۀ نه اوړې، نو هغه به تا د تل دپاره پرېږدى.
ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے، چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى.
خپل ابدى رحمت دې په هغوئ نازل کړه څوک چې تا سره مينه کوى، او خپل خلاصون ورکړه هغوئ ته څوک چې صادقان دى.
څوک چې دې نوم پېژنى په تا توکل کوى، مالِکه خُدايه، څوک چې دې لټون کوى تا يواځې نۀ دى پرېښى.
خبره کوه او په اِنصاف سره عدالت کوه، د غريب او حاجتمند د حق حِفاظت وکړه.
نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“
ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.
زۀ به هغوئ په داسې قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم چې نۀ به يې دوئ او نۀ به يې د دوئ پلار نيکۀ پېژنى، او زۀ به په دوئ جنګ راولم ترڅو چې يې هلاک کړى نۀ وى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ څوک فخر کول غواړى نو هغه دې په دې خبره فخر وکړى چې دوئ ما پېژنى او په دې پوهيږى چې زۀ هغه مالِک خُدائ يم چې په زمکه باندې نۀ ختمېدونکې مينه، عدل و اِنصاف او صداقت راولم. ځکه چې په دې څيزونو کښې زما خوشحالى ده.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ د خپلو ژبو نه ليندې جوړې کړې دى او د دروغو غشى هر وخت ورَوى. د دې مُلک په ديانتدارۍ کښې صداقت نشته، هغوئ د يوې ګناه دپاسه بله ګناه کوى، هغوئ ما نۀ پېژنى.
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.
او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے.
ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے.
بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“
هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.
د مالِک خُدائ په شان هيڅ څوک مقدس نشته، د هغۀ په شان بل څوک نشته، زمونږ د خُدائ پاک په شان حِفاظت کوونکے نشته.