Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 خو د دِيار نه د ښائسته محلونو جوړول څوک لوئ بادشاه نۀ جوړوى. بې‌شکه ستا پلار، يوسياه، سره خو د خوړلو او څښلو دپاره هر څۀ ډېر تېر وُو، خو سره د دې هغه په خپله هره معامله کښې صادق او اِنصاف کوونکے وو، نو ځکه مالِک خُدائ ورله برکت ورکړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:15
33 Iomraidhean Croise  

داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى.


د مالِک خُدائ ستا د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې هغۀ دا ښودلى دى چې هغه ستا نه څومره خوشحاله دے چې تۀ يې د بنى اِسرائيلو بادشاه جوړ کړے يې. ځکه چې د بنى اِسرائيلو سره د هغۀ مينه د تل دپاره ده، نو هغۀ تۀ د هغوئ بادشاه جوړ کړے يې چې د اِنصاف او صداقت نه کار واخلې.“


يوسياه هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو، هغۀ د خپل پلار نيکۀ داؤد په مِثالونو عمل کولو او د دې نه يو خوا بل خوا نۀ اوړېدو.


د هغۀ نه مخکښې هيڅکله هم د هغۀ په شان بادشاه نۀ وو تېر شوے، چا چې د زړۀ د اخلاصه، د ټول عقل او طاقت سره د مالِک خُدائ خِدمت کړے وى او د موسىٰ ټول قانون يې منلے وى، او نۀ وروستو د هغۀ په شان بادشاه پېدا شوے وو.


د يوسياه څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو: يوحانان، يهويقيم، صدقياه او يهوآخز.


هغۀ هم هغه کار کولو چې په څۀ باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، هغه د خپل پلار نيکۀ داؤد په نقش قدم باندې روان وو او هغه د خُدائ پاک د قانون نه اخوا دېخوا نۀ اوړېدو.


خو خُدائ پاک چې د نِکوه فِرعون په ذريعه څۀ وفرمائيل نو يوسياه هغې ته غوږ نۀ کېښودو، نو هغۀ خپل شکل بدل کړو او د مِجدو په مېدان کښې د جنګ دپاره لاړو.


يوسياه چې نور هر څۀ هم کړى وُو، مالِک خُدائ ته د هغۀ وقف کېدل، د هغۀ د شريعت تابعدارى،


مينه او وفادارى يو بادشاه محفوظ ساتى، د مينې په وجه د هغۀ تخت به مدام قائم وى.


صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.


نو دغه شان د بادشاه د حضور نه بدکاران لرې کړه، نو د هغۀ حکومت به د صداقت په وجه قائم وى.


په اِنصاف کولو سره يو بادشاه خپل مُلک قائموى، خو هغه څوک چې رشوت اخلى نو هغه مُلک تباه کوى.


خبره کوه او په اِنصاف سره عدالت کوه، د غريب او حاجتمند د حق حِفاظت وکړه.


خوش قسمته وى هغه مُلک چې د چا بادشاه چې د شريف خاندان نه وى او د هغوئ مشران په مناسب وخت خوراک کوى. هغوئ د طاقت حاصلولو دپاره خوراک څښاک کوى د نشې دپاره نه.


د انسان دپاره د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې خوراک څښاک کوى او د خپل محنت نه خوشحاله وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې دا څيزونه د خُدائ پاک له طرف نه دى.


صادقانو له خوشخبرى ورکړه چې هغوئ بختور دى، ځکه چې هغوئ به د خپلو اعمالو د ښې مېوې نه خوند واخلى.


نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.


د هغۀ شاهى طاقت به زياتيږى، د هغۀ بادشاهى به تل په امن کښې وى. هغه به د داؤد نه پس بادشاه وى، د هغۀ د بادشاهۍ بنياد به په صداقت او اِنصاف باندې قائم وى، د اوس نه واخله تر همېشه همېشه پورې به د هغۀ بادشاهى قائمه وى. د مالِک خُدائ ربُ الافواج غېرت به هم دغه شان وکړى.


اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.


نو مالِک خُدائ د يهوداه بادشاه، د يوسياه د زوئ يهويقيم په حقله فرمائى، ”خلق به ستا په مرګ ماتم نۀ کوى تر دې چې ستا په کور کښې به هيڅ څوک هم د غم او افسوس اظهار نۀ کوى او نۀ به څوک ووائى چې افسوس دے، اے مالِکه. افسوس ستا شان شوکت لاړو ختم شو.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، اِنصاف او صداقت قائم کړئ. څوک چې لوټ شوے وى هغه د ظالم د لاس نه آزاد کړئ. په مسافرو، يتيمانو او کونډو ظلم او زياتے مۀ کوئ او بې‌ګناه وينه په دې ځائ کښې مۀ توئيوئ.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.


کۀ هغه کلام زمونږ خوښ شى او کۀ خوښ نۀ شى، مونږ به د مالِک خُدائ د کلام پيروى کوُو چا ته چې تۀ مونږ د خپل خواست دپاره لېږې. ځکه کۀ چرې مونږ د هغۀ د کلام پيروى وکړُو، نو هر څۀ به زمونږ دپاره د خير وى.“


کۀ چرې په رښتيا سره تاسو خپل چال چلن او د ژوند طريقې بدلې کړئ، او په اِنصاف سره د يو بل سره معامله وکړئ،


خو څۀ چې ستاسو په لوښو کښې دى هغه خېراتى ورکړئ. نو بيا به تاسو دننه او بهر مکمل پاک شئ.


هغوئ به هره ورځ په يو زړۀ د خُدائ په کور کښې راجمع کېدل او په کورونو کښې به يې په شريکه روټۍ خوړله او خپل خوراک به يې په خوشحالۍ او په صفا زړۀ يو بل سره شريکولو.


نو بيا چې تاسو څۀ خورئ يا څښئ يا چې څۀ کوئ، هغه هر څۀ د خُدائ پاک د لويئ دپاره کوئ.


د هغۀ ټول قانون ومنئ کوم چې نن ما تاسو له درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به هر کار سم وى. په هغه مُلک کښې به اوسېږئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک همېشه دپاره تاسو له درکوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan