Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هغه به په هغه ځائ کښې مړ شى چرته چې هغوئ قېدى بوتلے دے او هغه به دا مُلک بيا دوباره هيڅکله ونۀ ګورى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:12
6 Iomraidhean Croise  

چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.


نِکوه فِرعون د يوسياه زوئ اِلياقيم د يوسياه نه پس د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه فِرعون يهوآخز مِصر ته بوتلو او هلته مړ شو.


نو مالِک خُدائ د يهوداه بادشاه، د يوسياه د زوئ يهويقيم په حقله فرمائى، ”خلق به ستا په مرګ ماتم نۀ کوى تر دې چې ستا په کور کښې به هيڅ څوک هم د غم او افسوس اظهار نۀ کوى او نۀ به څوک ووائى چې افسوس دے، اے مالِکه. افسوس ستا شان شوکت لاړو ختم شو.


تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.


ستاسو د دشمنانو مُلک به تاسو ژوندى تېر کړى، تاسو به پردى مُلک کښې مړۀ شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan