Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو بيا مالِک خُدائ د يوسياه د زوئ سلوم په حقله فرمائى، څوک چې د پلار نه پس د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو، ”هغه د دې ځائ نه لاړو او هغه به هيڅکله نۀ راواپس کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:11
10 Iomraidhean Croise  

چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.


د هغۀ آفسرانو د هغۀ لاش په يوه جنګى ګاډۍ کښې کېښودو او يروشلم ته يې يوړو او هلته په شاهى اديره کښې ښخ کړے شو. د يهوداه خلقو د يوسياه زوئ يهوآخز خوښ کړو او هغه يې بادشاه مقرر کړو.


يهوآخز د درويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې درې مياشتې حکومت وکړو. د هغۀ مور حموطل وه، چې د لِبناه د ښار د يرمياه لور وه.


نِکوه فِرعون د يوسياه زوئ اِلياقيم د يوسياه نه پس د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه فِرعون يهوآخز مِصر ته بوتلو او هلته مړ شو.


د يوسياه څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو: يوحانان، يهويقيم، صدقياه او يهوآخز.


د اِفرائيم د قبيلې څلورو مشرانو سړو، د يهوحنان زوئ عزرياه، د مسلموت زوئ برکياه، د سلوم زوئ يحزقياه او د خدلى زوئ عماسا هم د فوجى کاروائۍ مخالفت وکړو.


د بادشاه په حُکم، خِلقياه او نور لاړل چې د يوې ښځې سره مشوره وکړى چې نوم يې خُلده وو، دا پېغمبره د يروشلم په نوې حِصه کښې اوسېده. د هغې خاوند سلوم، د توقهت زوئ او د خسره نمسے وو، سلوم د مالِک خُدائ د کور د چُوغو مشر وو. چې څۀ شوى وُو نو هغوئ ورته هغه بيان وکړو،


تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“


د مالِک خُدائ کلام په صفنياه نازل شو. صفنياه د کوشى زوئ او کوشى د جدلياه زوئ، او جدلياه د امرياه زوئ، او امرياه د حزقياه زوئ وو، دا کلام په هغه وخت نازل شو کله چې يوسياه د امون زوئ د يهوداه بادشاه وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan