Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 22:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 اے د يهوداه خلقو، د مړ شوى بادشاه يوسياه په حقله ژړا مۀ کوئ، او د هغۀ په مرګ ماتم مۀ کوئ. خو د دې په ځائ ډېره سخته ژړا د هغۀ د زوئ سلوم بادشاه په حقله وکړئ، څوک چې د مُلک نه شړلے شوے دے ځکه چې هغه به بيا کله هم واپس رانۀ شى، او نۀ به خپل ذاتى مُلک دوباره وګورى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 22:10
19 Iomraidhean Croise  

خو چې زۀ کومه سزا يروشلم له ورکوم هغه به ستا په ژوند کښې نۀ راځى. تۀ به په خېر سره مړ شې.“ نو هغه سړى د دې پېغام سره يوسياه بادشاه له راواپس شول.


چې کله يوسياه بادشاه وو، نو د مِصر بادشاه نِکوه فِرعون د فرات سيند له يو لښکر بوتلو چې د اسور بادشاه مدد وکړى. يوسياه بادشاه په مِجدو کښې د مِصرى لښکر سره مخامخ شو او په جنګ کښې ووژلے شو.


نِکوه اِلياقيم د يهوداه بادشاه جوړ کړو چې هغه د يهوآخز ورور وو او د هغۀ نوم يې يهويقيم ته بدل کړو. نِکوه يهوآخز مِصر ته بوتلے وو.


نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو نه کوم چې تر اوسه پورې ژوندى دى.


صادق سړے مړ شى او هيڅ څوک يې پرواه نۀ ساتى. ديانتدار خلق د دُنيا نه اوچت کړے شى، خو هيڅوک پرې نۀ پوهيږى. هيڅوک پرې نۀ پوهيږى چې صادقان د بدۍ نه بچ کېدو دپاره دُنيا نه اوچت کړے شوى دى.


هيڅوک به هغوئ ته د غمرازۍ روټۍ نۀ راوړى، تر دې چې د خپل مور او پلار دپاره به تعزيت نۀ کوى، او نۀ به ورته څوک د تسلۍ دپاره څښلو له څۀ ورکوى.


نو بيا مالِک خُدائ د يوسياه د زوئ سلوم په حقله فرمائى، څوک چې د پلار نه پس د يهوداه بادشاه جوړ شوے وو، ”هغه د دې ځائ نه لاړو او هغه به هيڅکله نۀ راواپس کيږى.


نو مالِک خُدائ د يهوداه بادشاه، د يوسياه د زوئ يهويقيم په حقله فرمائى، ”خلق به ستا په مرګ ماتم نۀ کوى تر دې چې ستا په کور کښې به هيڅ څوک هم د غم او افسوس اظهار نۀ کوى او نۀ به څوک ووائى چې افسوس دے، اے مالِکه. افسوس ستا شان شوکت لاړو ختم شو.


تاسو به دې مُلک ته بيا هيڅکله هم واپس رانۀ شئ کوم چې تاسو غوښتل چې هغه بيا ووينئ.“


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”اوس هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، تاسو وڅښئ چې نشه شئ او اولټۍ وکړئ، او چې راوغورزېږئ چې بيا هيڅکله راپورته نۀ شئ ځکه چې زۀ به په تاسو جنګ راولم.


زۀ به هم د يهوداه بادشاه د يهويقيم زوئ يهوياکين سره د يهوداه د هغه ټولو خلقو واپس دې ځائ ته راولم کوم چې په بابل کښې جلاوطن دى. بې‌شکه چې زۀ به د بابل د بادشاه جغ مات کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.“


مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى، لکه څنګه چې زما قهر او غضب د يروشلم په خلقو نازل شوے وو، نو کۀ تاسو مِصر ته لاړئ نو زما غضب به په تاسو هم نازل شى. نو ستاسو نوم به د تل دپاره د لعنت، يرې او مسخرې په توګه اخستلے کيږى او خپل مُلک به دوباره ونۀ وينئ.


د يهوداه څومره خلق چې دلته مِصر ته پناه اخستو دپاره راغلى دى هغه ټول به دلته هلاک شى. څوک به هم يهوداه ته واپس لاړ نۀ شى. تر دې چې هغوئ به د دوباره هلته د تلو او آبادېدو ډېر خواهش هم کوى. خو په هغوئ کښې به صرف يو څو کسان واپس شى.“


هغوئ څوک چې په تُوره مړۀ شوى وُو د هغه چا نه ښۀ وُو چې د قحط نه مړۀ شوى وُو. او د پټى نه د فصل د نشتوالى په وجه هغوئ د لوږو نه مړۀ شول.


”اے بنى آدمه، په يو ګزار سره به زۀ ستا د سترګو تور، ستا ښځه ختمه کړم. خو تۀ مۀ د غم سندرې وايه مۀ ژړا کوه او مۀ اوښکې تويوه.


عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ”اے د يروشلم لوڼو. ما پسې ژړا مۀ کوئ خو په خپل ځان او د خپل اولاد دپاره وير وکړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan