8 بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې دې خلقو ته ووايه چې، ”زۀ، مالِک خُدائ ستاسو په وړاندې دوه لارې پېش کوم چې يوه د ژوند او بله د مرګ لاره ده.
د صداقت په لاره کښې ژوندون دے، په دغه لار کښې مرګ نشته.
نو په هغه وخت کښې بيا يرمياه صدقياه د يهوداه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو خپل ځان د بابل آفسرانو ته حواله کړئ، تاسو او ستاسو خاندان به ژوندى پاتې شئ، او دا ښار به د سوزېدو نه بچ شى.
ګورئ، زۀ نن تاسو خپلې خوښې ته پرېږدم چې برکت غواړئ او کۀ لعنت،
ګورئ زۀ نن ستاسو په وړاندې يو طرف ته ژوند او خوشحالى ږدم او بل طرف ته مرګ او تباهى ږدم چې تاسو به څۀ خوښوئ.
زۀ نن تاسو له د ژوند او مرګ، د خُدائ پاک د برکت او د خُدائ پاک د لعنت په مينځ کښې فېصله په تاسو پرېږدم او زۀ آسمان او زمکې ته وايم چې د هغې ګواه وى چې تاسو يې خوښوئ. ژوند خوښ کړئ.