Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 21:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 زۀ به په دې ښار سخته وبا رانازله کړم، زۀ به انسانان او ځناور دواړه مړۀ کړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 21:6
26 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


تر دې کۀ هغوئ روژه هم ونيسى، نو زۀ به د هغوئ فرياد ته غوږ نۀ نيسم. او کۀ چرې هغوئ ما ته سوزېدونکې او د غلې نذرانې هم پېش کړى، نو زۀ به هغه نۀ قبلوم. بلکې هغوئ به په جنګ، قحط او وبا باندې مړۀ کړم.“


چې هغوئ به د سختو بيمارو نه مړۀ شى. او په هغوئ به هيڅ څوک ژړا ونۀ کړى او نۀ به يې ښخ کړى، او د هغوئ لاشونه به په زمکه لکه د سوټو په شان خوارۀ وارۀ پراتۀ وى. او هغوئ به په جنګ او قحط مړۀ شى، او د هغوئ لاشونه به د ټپوسانو، او د ځنګلى ځناورو خوراک شى.


ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د بابل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې بابل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى.


وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ څۀ هم چې دا مُلک اوس د صحرا په شان دے او د انسانانو او ځناورو نه خالى دے خو په دې کښې به بيا د څرن زمکه راپېدا شى چې شپونکى به ورته خپلې رمې څرولو دپاره راولى.


نو ځکه مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو زما پيروى ونۀ کړه، تاسو د خپل مُلک خلقو ته د آزادۍ اعلان ونۀ کړو. نو زۀ اوس بيا تاسو ته دغه شان د آزادۍ اعلان کوم. مالِک خُدائ فرمائى چې ستاسو آزادى به داسې وى چې زۀ به تاسو په تُورې، وبا او قحط باندې مړۀ کړم. زۀ به تاسو ټولې دُنيا ته د عبرت او د يرې سبب وګرځوم.


نو همدارنګه يهويقيم د يهوداه بادشاه ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، تا دا طومار وسوزولو او يرمياه ته دې وئيل چې، تا ولې په دې کښې دا ليکلى دى چې په يقين سره به د بابل بادشاه راشى او په حقيقت کښې به دا مُلک تباه کړى او انسان او ځناور داوړه به په کښې جارُو کړى؟


نو اوس په دې خبره باندې يقين ساتئ چې، تاسو چې کوم ځائ ته تلل او اوسېدل غواړئ نو تاسو به هلته په جنګ، قحط او وبا مړۀ شئ.“


نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“


خو زۀ به د هغوئ نه څۀ کسان د تُورې، قحط او د وبا د مرګ نه بچ کړم، نو چې کومو قومونو ته دوئ ځى نو دوئ به د خپلو ټولو بدو اعمالو اقرار وکړى. نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


”اے بنى آدمه، کۀ چرې يو مُلک زما خلاف ګناه او بې‌وفائى وکړى او زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف اوچت کړم او د هغوئ رزق بند کړم او په هغوئ باندې قحط نازل کړم او د هغه مُلک سړى او ځناور مړۀ کړم،


او کۀ چرې زۀ په هغه مُلک جنګ راولم، او ووايم چې پرېږده چې تُوره د ټول مُلک نه تېره شى او زۀ په کښې انسانان او د دوئ ځناور مړۀ کړم،


او يا فرض کړئ کۀ چرې زۀ په دغه مُلک وبا رانازله کړم او خپل غضب پرې د وينې توېدو په ذريعه نازل کړم چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى،


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، دا به د يروشلم دپاره څومره خراب وخت وى کله چې زۀ خپل دا څلور سخت يروونکى عذابونه د هغوئ خلاف ورولېږم، جنګ او قحط او وحشى ځناور او وباګانې چې د دې سړى او ځناور مړۀ کړى.


نو هغوئ ته دا ووايه چې، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زما دې په خپل ذات قسم وى، هغه څوک چې په دې کنډراتو کښې پاتې کيږى هغوئ به په تُوره مړۀ شى، او څوک چې په دشتو او ميرو کښې بهر اوسيږى هغوئ به ځناورو ته حواله کړم چې وې خورى، او څوک چې په قلعه ګانو او غارونو کښې دى په وبا به مړۀ شى.


د هغوئ د حرامو کارونو په وجه چې کوم هغوئ کړى دى زۀ به دا مُلک په صحرا بدلوم نو بيا به هغوئ په دې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


”د ښار نه بهر جنګونه او په ښار کښې دننه قحط او وباګانې روانې دى، څوک چې د ښار د دېوالونو نه بهر دى هغوئ به د دشمن په تُورو باندې مړۀ شى. او هغه څوک چې د ښار دننه دى د قحط او د وباګانو په وجه به مړۀ شى.


او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.


نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.


”زۀ به بنى آدم او ځناور دواړه ختم کړم، زۀ به د هوا مارغان او د سمندر کبان ختم کړم. د بدعملو د کاڼو بُتان به تباه کړم او انسان به د زمکې د مخ نه ختم کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.


هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېر‌يهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan