يرمياه 21:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 ”زمونږ دپاره د مالِک خُدائ نه تپوس وکړه ځکه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر او د هغۀ لښکر په مونږ حمله کوى، نو کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ دپاره د وړاندې په شان معجزه وکړى او نبوکدنضر د دې ځائ نه په وتو مجبور کړى.“ Faic an caibideil |
د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په هغه ورځو کښې په بيتايل کښې وو او د هارون نمسے، د اِلىعزر زوئ فينحاس د دې مشر وو. خلقو مالِک خُدائ ته ووئيل، ”مونږ له په کار دى چې د خپلو وروڼو بنيامينيانو سره بيا جنګ له لاړ شُو او کۀ نه؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”جنګ وکړئ. زۀ به سبا په هغوئ باندې تاسو له فتح درکړم.“
سموئيل، ساؤل ته وفرمائيل، ”تا ما له تکليف ولې راکړو؟ تا زۀ واپس ولې راوستلم؟“ ساؤل ورته ووئيل، ”زۀ په لوئ تکليف کښې يم. فلستيان زما سره په جنګ دى او خُدائ پاک زۀ پرېښے يم. هغۀ ما له نور جواب نۀ راکولو، نۀ د پېغمبرانو په ذريعه او نۀ د خوبونو په ذريعه. نو ما تۀ راوغوښتلې، دا د دې دپاره چې ما ته ووائې چې زۀ څۀ وکړم.“