Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 اے د داؤد خاندانه، مالِک خُدائ تاسو ته داسې فرمائى، هر سحر د خلقو اِنصاف کوئ د چا نه چې غلا شوې وى او هغوئ ته د ظالمانو د لاس نه خلاصون ورکوئ، ګنې زما غضب به رانازل شى او هر څۀ به لکه د اور په شان وسوزوى او دا به ستاسو د هغه شرارت په وجه داسې بليږى چې هيڅ څوک به يې نۀ شى مړ کولے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 21:12
46 Iomraidhean Croise  

داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى.


ما د ظالمانو ژامنې ماتې کړې، او د هغوئ نه مې مظلومان خلاص کړل.


هر سحر به زۀ هغه بدکاره چې په مُلک کښې مې اوسيږى تباه کوم، زۀ به هر بدعمله د مالِک خُدائ د ښار نه ورک کړم.


په بله ورځ موسىٰ د خلقو لانجې فېصله کولو ته کښېناستو او د سحر نه تر ماښامه پورې خلق ترې نه راتاو وُو.


نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“


نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.


نو په دې خبره يشعياه ورته وفرمائيل، ”اے د داؤد بادشاه اولاده، په کولاو غوږونو واورئ. ولې دا کافى نۀ ده چې تاسو د انسان صبر تمام کړئ؟ اوس تاسو زما د خُدائ پاک صبر هم تمامول غواړئ څۀ؟


کله چې دا خبر د يهوداه بادشاه ته ورسېدو چې د شام فوجيان اِسرائيل سره په جنګ کښې ملګرى شوى دى، نو هغه او د هغۀ ټول خلق دومره زيات ويرېدل او داسې ولړزېدل لکه چې په طوفان کښې ونې خوځيږى.


ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“


زۀ به په خپله خپل زورَور لاس دراوږد کړم او ستاسو خِلاف به په غصې، قهر، او لوئ غضب سره جنګ وکړم.


ګورئ د مالِک خُدائ غضب لکه د طوفان په شان راروان دے، او د هغۀ غضب به د ډېر تېز طوفان په شان د بدعملو په سرونو باندې راتاو شى.


نو ځکه مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، دې شپونکو ته فرمائى چې، ”تاسو زما رمې خورې ورې کړې او د خپل ځان نه مو لرې شړلې دى او د هغوئ مو ښۀ خيال نۀ دے ساتلے، زۀ به تاسو له د دې بد کار سزا درکړم، مالِک خُدائ فرمائى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”هغه ورځې راتلونکې دى چې، زۀ به د داؤد په نسل کښې يوه صادقه څانګه راپورته کړم او بادشاه به يې کړم، او هغه به په هوښيارتيا سره حکومت کوى. او هغه به په مُلک کښې صداقت او اِنصاف قائم کړى.


شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“


اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“


دا ځکه وشُو چې، نور مالِک خُدائ ستاسو د شرارت نه ډک او حرام کارونه نۀ شو برداشت کولے، نو د دې په وجه ستاسو زمکه د لعنت مثال وګرځېده، او په صحرا او کنډرو بدله شوه چې تر ننه پورې هيڅ څوک په کښې نۀ اوسيږى.


نو ځکه مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ فرمائى، ”اے يرمياه، نو لکه څنګه چې دوئ داسې خبرې کوى نو زۀ هم خپل کلام ستا په خولۀ کښې لکه د اور په شان اچوم او دوئ نه خشاک جوړوم چې دوئ وسوزوى.


ښۀ خورى او څربه کيږى او د هغوئ د بدو کارونو څۀ حد نشته دے. او نۀ هغوئ د يتيمانانو سره مدد کوى چې ورته هغه څۀ مِلاو شى کوم يې چې حق دے، او نۀ د غريبانانو مدد کوى.


نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“


کۀ چرې په رښتيا سره تاسو خپل چال چلن او د ژوند طريقې بدلې کړئ، او په اِنصاف سره د يو بل سره معامله وکړئ،


مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو.


نو زۀ به په هغوئ خپل غضب رانازل کړم او هغوئ به په خپل سخت قهر کښې وسوزوم، او هر هغه څۀ به د هغوئ په خپل سر راولم څۀ چې هغوئ کړى دى. مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.“


نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم.


څوک د هغۀ قهر ته ودرېدے شى؟ څوک د هغۀ سخته غصه برداشت کولے شى؟ د هغۀ قهر لکه د اور په شان نازل شوے دے، ګټان د هغۀ په وړاندې ټوکړې ټوکړې شول.


د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به نۀ د هغوئ سپين زر او نۀ به د هغوئ سرۀ زر هغوئ ته خلاصون ورکولے شى. د هغۀ د غېرت په اور به ټوله دُنيا وسوزيږى ځکه چې هغه به ناګهانه د هغوئ ټولو خاتمه راولى څوک چې د زمکې په مخ باندې اوسيږى.“


مالِک خُدائ په هغه ښار کښې دے هغه صادق دے، هغه هيڅ بې‌اِنصافى نۀ کوى. هغه هر سحر اِنصاف کوى او هره ورځ خپل اِنصاف قائم ساتى. خو بدعمله خلق هيڅ په شرم نۀ پوهيږى.


او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو.


ځکه چې هغوئ ستا د ښېګړې دپاره د خُدائ پاک خادِمان دى. خو کۀ چرې تاسو نافرمانى کوئ نو ويرېږئ، ځکه چې ستاسو سزا د هغوئ په لاس کښې ده او سزا به ضرور درکړى. هغوئ د خُدائ پاک خادِمان دى او د نافرمانو نه بدله اخلى.


زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan