1 هغه پېغام چې د مالِک خُدائ له خوا نه يرمياه ته ورکړے شو کله چې د يهوداه بادشاه صدقياه د مُلکياه زوئ فشحور او د معسياه زوئ صفنياه اِمام يرمياه ته د دې عرض سره ورولېږل چې،
”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره، زما او د يهوداه د ټولو خلقو دپاره د دې کِتاب د تعليماتو خبره وکړئ. مالِک خُدائ مونږ ته سخت غصه دے ځکه چې دا کِتاب کومې خبرې کوى نو زمونږ پلار نيکۀ په دې باندې عمل نۀ دے کړے.“
د يوسياه څلور زامن د عُمر په ترتيب دا وُو: يوحانان، يهويقيم، صدقياه او يهوآخز.
نو مالِک خُدائ د بابل بادشاه راوستو چې په هغوئ حمله وکړى، تر دې چې د مالِک خُدائ په کور کښې هم هغۀ د يهوداه زلمى ووژل. هغۀ په ځوان يا بوډا، په نر يا ښځه، بيمار يا روغ په هيچا هم رحم نۀ کولو. خُدائ پاک هغوئ ټول ورته حواله کړل.
د دې قبيلې ټولو اتۀ سوه او دوويشتو کسانو د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت کولو. د فللياه نمسے او د يروحام زوئ عداياه. د هغۀ په آباواجداد کښې امصى، زکرياه، فشحور او مُلکياه شامل وُو.
”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، تا په خپل اختيار سره يو خط صفنياه د معسياه زوئ، اِمام ته، او تا د دې نقل نورو اِمامانو او د يروشلم خلقو ته ولېږلو، چې په کښې تا وليکلو چې،
صفنياه اِمام دا خط يرمياه نبى ته ولوستلو،
ما هغوئ ټول د مالِک خُدائ کور ته او د يجدليا د زوئ حنان پېغمبر او د هغۀ د زامنو کوټې ته راوستل چې د خُدائ پاک خادِم وو. دا کوټه د آفسرانو د کوټې سره خوا کښې او د معسياه د سلوم زوئ چې چوکيدار وو د هغۀ د کوټې دپاسه وه.
د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.
نو څۀ موده پس صدقياه بادشاه څوک ورولېږلو او يرمياه يې خپل محل ته راوغوښتلو، او هغۀ نه يې په راز کښې تپوس وکړو چې، ”د مالِک خُدائ د طرف نه څۀ پېغام شته څۀ؟“ يرمياه جواب ورکړو چې، ”آو، تۀ به د بابل بادشاه ته په حواله کړے شې.“
خو بيا هم صدقياه بادشاه يهوکل د شلمياه زوئ او صفنياه اِمام د معسياه زوئ يوه ورځ دواړه يرمياه نبى ته ورولېږل او د هغۀ ته يې خواست وکړو چې، ”مونږ ته زمونږ د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه.“
او وې فرمائيل چې، ”صدقياه د يهوداه بادشاه چا چې تۀ رالېږلے يې چې زما نه تپوس وکړى هغۀ ته ووايه، د مِصر فوجيان کوم چې په دې تکل راروان وُو چې ستاسو مدد وکړى هغوئ به زر خپل مُلک مِصر ته واپس لاړ شى.
سفطياه د متان زوئ، جدلياه د فشحور زوئ، يهوکل د شلمياه زوئ او فشحور د مُلکياه زوئ هغه څۀ واورېدل چې يرمياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې،
يوه ورځ صدقياه بادشاه، يرمياه پسې کسان ورولېږل او هغه يې خپل ځان ته د مالِک خُدائ د کور درېمې دروازې ته راوستو. بادشاه ورته ووئيل چې، ”زۀ غواړم چې تا نه يو څو تپوسونه وکړم. نو د هيڅ قسمه حقيقت او رښتيا پټولو کوشش مۀ کوه.“
نبوزردان د فوج مشر د خپل ځان سره د دې نه علاوه، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې خادمان قېديان بوتلل.