Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 20:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کله چې هم زۀ خپله خولۀ خلاصوم، نو بيا ضرور زۀ د ظلم او تباهۍ په حقله چغې سورې وهم. ځکه چې زۀ د مالِک خُدائ د کلام په وجه ټوله ورځ کنځل او بدې ردې تېروم او سپکولے شم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 20:8
26 Iomraidhean Croise  

اليشع د يريحو نه روان شو چې بيت‌ايل ته لاړ شى او په لار کښې څۀ هلکان د ښار نه راووتل او په هغۀ پورې يې ټوقې کولې. هغوئ چغې وهلې، ”د دې ځائ نه لاړ شه ګنجيه.“


خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.


تاسو چا پورې ټوقې کوئ؟ چا ته خپل بوتاړ وران کړئ او ژبې ورته راوباسئ؟ تاسو هم د دوکه بازو او ګناهګارو بچى يئ.


نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.


بيا ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، تا ته د هر څۀ پته ده، څۀ چې ما سره کيږى. نو راشه او زما مدد وکړه. زما د دشمنانو نه بدل واخله او هغوئ ته دومره صبر مۀ کوه چې زما د وژلو موقع ورته مِلاو شى. ګوره خو ما په خپل ځان دا ټوله بې‌عزتى ستا د خاطره تېره کړې ده.


خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“


اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى.


زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.


د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


ما ورته ووئيل، ”چا سره زۀ خبرې وکړم، چا ته خبردارے ورکړم؟ څوک به ما ته غوږ ونيسى؟ هغوئ خپل غوږونه کاڼۀ کړى دى او هغوئ اورېدل نۀ غواړى. دوئ د مالِک خُدائ کلام پورې خندا کوى. او په هغې خوشحاليږى نه.


تاسو غلا، قتل او زنا کوئ او د دروغو قسمونه خورئ، او د بعل بُت ته د خوشبويۍ نذرانې پېش کوئ، او د هغه غېرو معبودانو عبادت کوئ چې تاسو د مخکښې نه نۀ دى پېژندلى.


تۀ ولې ما دې ته جوړوې چې بې‌اِنصافى وګورم؟ تۀ ولې بد برداشت کوې؟ تباهى او ظلم، بحث مباحثى او اختلافات زما د وړاندې دى.


د دې په جواب کښې يو د شرعې عالم ووئيل، ”اُستاذه، کله چې تاسو داسې خبرې کوئ نو دا زمونږه سپکاوے کوئ.“


هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو.


نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بې‌عزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه.


کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan