يرمياه 20:7 - Pakistani Yousafzai Pashto7 اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى. Faic an caibideil |
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.