يرمياه 20:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 په بله ورځ کله چې فشحور هغه د کُندې نه آزاد کړو، يرمياه هغۀ ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا نوے نوم اېښے دے او د نن نه پس به ستا نوم فشحور نۀ وى بلکې په هر اړخ باندې دهشت. Faic an caibideil |
ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“