بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورَغلو، هغۀ له يې په مخ څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د کوم وخت نه د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره خبرې کوى؟“
ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حننايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.