يرمياه 20:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 هغه سړے دې د هغه ښارونو په شان شى کوم چې مالِک خُدائ په بېرحمۍ سره تباه کړى وُو. هغه دې په سحر کښې د يرې چغې واورى او په غرمه کښې دې د جنګ شور واورى، Faic an caibideil |
هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.
نو په دې وجه، زۀ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، زۀ په خپل ذات قسم خورم، يقيناً موآب به لکه د سدوم په شان، او عمونيان به لکه د عموره په شان شى. دا ځائ به د دربو او د مالګې په کندو بدل شى، او د همېشه دپاره به شاړ ويجاړ شى. زما په خلقو کښې ژوندى پاتې به هغوئ لوټ کړى، زما د قوم ژوندى پاتې به د هغوئ مُلک قبضه کړى.“