14 په هغه ورځ دې لعنت وى په کومه چې زۀ پېدا شوے وم. او هغه ورځ دې مبارکه نۀ وى په کومه ورځ چې زۀ د مور نه پېدا شوم.
الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“
د هغې نه پس ايُوب خبرې شروع کړې او چې په کومه ورځ باندې هغه پېدا شوے وو په هغې يې لعنت ووئيلو.
نو ما بيا ووئيل چې، کاش چې زۀ د مور نه پېدا شوے هم نۀ وے. زۀ چې چرته هم ځم نو هلته خلق زما مخالف دى او جنګ راسره کوى. نۀ مې چا ته قرض ورکړے دے او نۀ مې د چا نه قرض اخستے دے، خو بيا هم دوئ ټول په ما لعنت وائى.