Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 20:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 خو اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تاسو په خپله صادق سړے وينئ، او تاسو په خپله د انسان د زړۀ او دماغ ژور سوچونه او رازونه آزمايئ. ما خپل خواست تا ته پېش کړے دے نو په دې وجه تاسو زما بدله اخستل ما ته وښايئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 20:12
26 Iomraidhean Croise  

بادشاه هغه د وفادارۍ خِدمت هېر کړو چې د زکرياه پلار يهويدع د هغۀ دپاره کړے وو او هغۀ زکرياه ووژلو. کله چې زکرياه مړ کېدو، نو هغۀ چغه ووهله، ”مالِک خُدائ دې زما په حال نظر وکړى او زما بدل دې تا نه واخلى.“


مالِک خُدائ صادقان او بدکاران دواړه معلوموى، هغه د هغوئ نه نفرت کوى څوک چې ظلمونه خوښوى.


پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه.


تا په شپه کښې زما د خيالونو او د زړۀ وکړل امتحانونه، پس د امتحان نه دې په ما کښې پېدا نۀ کړل غلط کارونه، اراده زما پخه ده په ژبه نۀ کړم ګناهونه.


بې‌شکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم، او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.


صادقان به خوشحاله شى کله چې دوئ انتقام وګورى، نو خپلې پښې به د شريرانو په وينو کښې ووينځى.


زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى، او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.


اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


ختم کړه ظلمونه د ظالم ختم کړه، آباد کړه صادقان صادقه خُدايه، د زړۀ منصوبې او فکرونه تۀ معلوموې.


خپل خِدمتګار ته دې خوشحالى ورکړه، ځکه چې ما خپل ځان تا ته وقف کړے دے.


حزقياه بادشاه د پېغام وړونکو نه خط واخستلو او وې ولوستلو. بيا هغه د مالِک خُدائ کور ته لاړو او خط يې هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو،


زما آواز نرے او کمزورے شوے وو، د طوطاګرکى او بلبلې په شان مې چينګارے کولو، او د ګوګوشتکې په آواز مې فرياد کولو. آسمان ته په کتلو سره زما سترګې ستړې شوې. اے مالِکه خُدايه، په ما باندې ظلم کيږى. زما مدد وکړه.


نو بيا ما سوال وکړو چې، ”اے مالِکه خُدايه ربُ الافواجه. تۀ عادل او اِنصاف کوونکے يې، تا ته د هغوئ د زړُونو او سوچونو پته ده، زۀ غواړم چې تۀ زما بدله واخلې او هغه په خپله ووينم، نو اوس ما خپله فېصله تا ته پرېښې ده.“


زما غوره شوے قوم لکه د ځنګل د زمرى په شان ما ته وغړمبېدو، نو په دې وجه زۀ د هغوئ نه نفرت کوم.


”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“


زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.


نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.


نو بيا څوک چې په دې وجه د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق مصيبتونه زغمى، هغوئ دې خپل ځانونه وفادار خالق ته په حواله کړى او همېشه دې نېکى کوى.


د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“


او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.


هغوئ په زوره چغه کړه چې، ”اے بادشاه مالِکه، پاکه او رښتونى خُدايه. ترڅو به تۀ فېصله نۀ کوې او د زمکې د اوسېدونکو نه به زمونږ د وينې بدل وانۀ خلې؟“


هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan