يرمياه 20:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“ Faic an caibideil |
نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“