1 کله چې فشحور د اِمير زوئ څوک چې د مالِک خُدائ په کور کښې مشر اِمام وو، هغه څۀ واورېدل د څۀ چې يرمياه پېشګوئې کوله،
د دې نه علاوه، فوجى آفسر، مشر اِمام شراياه، ورپسې اِمام صفنياه او د مالِک خُدائ د کور نور درې اهم خادمان قېديان بوتلل.
د هغۀ آفسرانو په خپله خوښه خلقو، اِمامانو او د ليويانو د استعمال دپاره هم ځناور ورکړل. او د مالِک خُدائ د کور مشرانو آفسرانو، مشر اِمام خِلقياه، زکرياه او يحىايل اِمامانو له دوه زره او شپږ سوه ګډُورى او د چېلو بچى او درې سوه غوَيى ورکړل چې په اختر کښې قربانى شى.
ترڅو چې ستا خبره ده فشحوره، تۀ او ستا مکمل خاندان به هم ونيولے شى او بابل ته به بوتلے شى. هلته به تاسو او ستا هغه ټول دوستان مړۀ او ښخ شى چا ته به چې تا په دروغو پېشګوئې کوله چې هيڅ پرواه مۀ کوئ خير به شى.“
تۀ مالِک خُدائ د يهويدع په ځائ اِمام جوړ کړې او هغۀ تۀ د خپل کور مشر جوړ کړې. نو تا ته په کار دى چې هر يو ليونے کس چې په دروغو سره نبوت کوى د لرګى په کنده کښې بند کړې او په غاړه کښې ورته د اوسپنې زنځير واچوې.
هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو.
پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل.
چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.