9 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو په دې وجه به زۀ د خپلو خلقو خلاف اِلزام ولګوم. او زۀ به ستاسو په اولاد هم نسل در نسل اِلزام ولګوم.
هغه به زمکه او پاس آسمانونه ګواهۍ دپاره راوغواړى چې د خپل قوم عدالت وکړى،
يو بُت ته هم چې سجده ونۀ لګوئ او نۀ يې عبادت وکړئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يو غېرتى خُدائ يم. زۀ هغه خلقو او د هغو اولادونو له د درېم او څلورم نسل پورې سزا ورکوم څوک چې زما نه کرکه کوى.
مالِک خُدائ په خپل عدالت کښې تيار دے، او د خلقو د عدالت دپاره ولاړ دے.
راځئ چې عدالت ته لاړ شُو، خپل اِعتراض بيان کړئ. خپله خبره پېش کړئ چې ثابته شى چې تاسو په حقه يئ.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو بيا تاسو ولې په ما اِلزام لګوئ؟ تاسو ټولو زما خلاف سرکشى کړې ده.
بيا هم تۀ وائې چې، ”ما هيڅ نۀ دى کړى زۀ بېګناه يم، مالِک خُدائ خو ما ته غصه نۀ دے.“ خو زۀ به تا له سخته سزا درکړم ځکه چې تۀ وائې چې، ”زۀ بېګناه يم.“
يعقوب هم د مور په خېټه کښې خپل ورور د پوندې نه ونيوو او کله چې بالغ شو، نو هغۀ خُدائ پاک سره جګړه وکړه،
”خپله مور اِسرائيل ورټئ ځکه چې هغه زما ښځه نۀ ده او زۀ د هغې خاوند نۀ يم. هغې ته ووايئ چې د خپل مخ نه د کنجرتوب پرده لرې کړى او هغه خوشبوئى لرې کړى چې د هغې سينې څرګندوى.
اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ کلام واورئ. مالِک خُدائ د دې مُلک په اوسېدونکو اِلزام لګوى چې، ”په دې مُلک کښې نۀ وفا شته او نۀ په کښې مينه شته او دا خلق خپل خُدائ پاک نۀ پېژنى.
نو زۀ به په خپله د هغه کس نه، د هغۀ د ټولې خاندان نه او د هغه ټولو نه مخ واړوم چې زما نافرمانى وکړى او د مولک بُت عبادت وکړى. زۀ به هغوئ نور خپل خلق نه ګڼم.
واورئ، اے غرونو، د مالِک خُدائ اِلزام، تاسو غوږ ونيسئ. غوږ شئ، اے د زمکې ابدى بنيادونو. ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو خلاف مقدمه کړې ده، هغه د بنى اِسرائيلو خلاف جرم لګوى.