Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 اِمامانو هم دا تپوس ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے؟“ او تر دې چې د شريعت خادِمانو هم زۀ ونۀ پېژندم، د قوم مشرانو زما خلاف سرکشى وکړه، او د هغوئ نبيانو د بعل د بُت پېغام اورولو او د بې‌کاره بُتانو پيروى او عبادت يې کولو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:8
35 Iomraidhean Croise  

بيا الياس وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ په پېغمبرانو کښې صرف زۀ پاتې يم، خو د بعل پېغمبران څلور نيم سوه سړى دى.


هغوئ ټول مازيګر تر ماښامه پورې چغې وهلې او ګډې وډې يې وئيلې، خو څۀ جواب رانۀ غلو او هيڅ آواز وانۀ ورېدلے شو.


الياس حُکم وکړو، ”د بعل پېغمبران ونيسئ، چې يو هم درنه ونۀ تښتى.“ خلقو هغه ټول ونيول او الياس هغوئ لاندې قيسون سيند ته بوتلل او وې وژل.


خو هيڅ څوک دا نۀ وائى چې خُدائ پاک زما پېدا کوونکے چرته دے؟ څوک چې د غم په وخت هم په خولۀ باندې سرودونه راولى،


نو بيا پېغمبران او اِمامان هم دومره نشه دى تر دې پورې چې ډغرې وهى. هغوئ مے او شراب دومره زيات څښلى دى چې تيندکونه خورى. پېغمبران دومره زيات نشه دى چې خُدائ پاک کومه وحى نازلوى نو په هغې باندې نۀ پوهيږى او اِمامان هم دومره نشه دى چې د فېصلې ورکولو په وخت زنګيږى.


نو ځکه مالِک خُدائ تاسو خوبَولى کړى يئ او په دروند خوب باندې په اودۀ کېدو بدل يئ. هغۀ د پېغمبرانو او د رويا ليدونکو سترګې بندې کړې دى.


هغه ټول چې په هغۀ بهروسه کوى هغوئ به وشرميږى. او هغه به ستاسو مدد نۀ کوى بلکې په ځائ د دې به ستاسو بې‌عزتى وکړى.“


زما د قوم شپونکى بې‌شعوره او بې‌عقله شوى دى. دوئ نور د مالِک خُدائ سره مشوره نۀ کوى. نو په دې وجه دوئ پوره ناکاميابه شوى دى، او د دوئ ټولې رمې دانه وانه شوې دى.


ډېرو حاکمانو زما د انګورو باغونه برباد کړى دى، او هغوئ ټول بوټى د پښو لاندې کړى دى او ښائست يې ورله ختم او په بيابان بدل کړے دے.


اے مالِکه خُدايه، تۀ زما طاقت او زما قلعه يې، د مصيبت په وخت کښې زما پناه ګاه يې. د دُنيا د آخر سر نه به قومونه تا ته راشى او وائى به چې، ”زمونږ پلار نيکۀ سره هيڅ نۀ وو بلکې دروغژن معبودان، هغه بې‌کاره بُتان چې دوئ ته هيڅ قسمه ښېګړه نۀ شى ورکولے.


نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


تاسو چرې يو قوم داسې هم ليدلے دے چې د خپلو خُدايانو نه اوړېدلى وى کوم چې په حقيقت کښې خُدائ پاک هم نۀ دے؟ نه، بلکل نه. خو زما غوره شوے قوم زۀ خپل جلالى مالِک خُدائ پرېښودم او زما په ځائ يې د بې‌فائدې بُتانو عبادت وکړو.


هغوئ دا تپوس قدرې هم ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے، چا چې مونږ د مِصر نه رابهر کړو، او په هغه صحرا کښې يې زمونږ لارښودنه وکړه چې د ميرو او کندو کپرو مُلک وو، هر طرف ته خُشکه او تيارۀ وه چې په کومه زمکه کښې نۀ چا سفر کولو او نۀ په کښې څوک اوسېدل؟“


مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“


پېغمبران د دروغو پېغامونه ورکوى، او اِمامان هم د خپلې مرضۍ حکومت کوى. او زما غوره شوے قوم هم دا سلوک خوښوى. نو تۀ ما ته دا ووايه چې هرکله دا هر څۀ ختم شى نو تاسو به څۀ کوئ؟“


خو ګورئ تاسو په دروغژنو خبرو باندې يقين ساتئ کومې چې بې‌فائدې دى.


بلکې د دې په ځائ هغوئ د خپل سرکشه زړونو پيروى وکړه، او هغوئ د بعل د بُت پيروى وکړه لکه څنګه چې د هغوئ پلار نيکۀ ورته د عبادت کولو تعليم ورکړے وو.


د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.


”اے بنى آدمه، د شپونکو يعنې د بنى اِسرائيلو د مشرانو خلاف پېشګوئې وکړه، او هغوئ ته ووايه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د بنى اِسرائيلو په شپونکو دې افسوس وى څوک چې صرف خپله ګېډه څروى. ولې يو شپون ته پکار نۀ دى چې خپله رمه وڅروى؟


زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.


د هغه بُت څۀ فائده ده، چې انسان تراشلے وى؟ يا هغه مجسمه چې د دروغو تعليم ورکوى؟ ځکه چې څوک دا جوړوى هغه په خپل جوړ کړى څيز اعتماد کوى، هغه جوړ کړى بُتان چې خبرې نۀ شى کولے.


کۀ څوک د خپل ابدى ژوند په بدله کښې ټوله دُنيا ومومى نو هغۀ ځان ته څۀ فائده ورکړه؟ او د خپل ژوند په بدله کښې هغه څۀ ورکولے شى؟


اے د شرعې عالمانو، په تاسو دې افسوس وى. ځکه چې تاسو د عِلم کُنجيانې قبضه کړې دى، تاسو په خپله هم په کښې داخل نۀ شوئ او څوک چې داخلېدل هغوئ مو هم پرې نۀ ښودل.“


هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.


اګر کۀ تاسو هغه نۀ پېژنئ. خو زۀ يې پېژنم. کۀ چرې ما دا ووئيل چې زۀ هغه نۀ پېژنم نو زۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم. خو زۀ هغه پېژنم او د هغۀ په کلام عمل کوم.


مونږ ټول شرمناک کارونه پرېښودل، نۀ مونږ چالاکى کوُو او نۀ د خُدائ پاک په کلام کښې بدلون راولو. خُدائ پاک په خپله زمونږ ګواه دے چې همېشه رښتيا وايو او دا حقيقت ټولو صادقانو ته زمونږ رښتينوالى څرګندوى.


هغوئ به ستا خلقو ته وښائى چې ستا د قانون تابعدارى وکړى، هغوئ به ستا په قربان‌ګاه باندې قربانۍ پېش کړى.


د بې‌کاره بُتانو عبادت دپاره واپس مۀ ورګرځئ، هغه بُتان نۀ ستاسو مدد کولے شى او نۀ مو بچ کولے شى، ځکه چې دا بې‌کاره دى.


د عيلى زامن بد عمله کسان وُو. هغوئ مالِک خُدائ ته هيڅ توجو ورنۀ کړه


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan