Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ما تاسو د باغونو نه ډک او زرخيزه مُلک ته راوستلئ چې د دې د مېوو او د نورو ښو څيزونو نه خوند واخلئ. خو کله چې تاسو په هغه مُلک کښې ورداخل شوئ نو هغه تاسو په ګناه سره پليت کړو او په دې وجه مو زما ميراثى مُلک قابل نفرت وګرځولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:7
28 Iomraidhean Croise  

ستا خلقو د پَخو دېوالونو ښارونه قبضه کړل، چې آباده زمکه، د دولت نه ډک کورونه ونيسى، هغه کوهى چې د مخکښې نه کنستلے شوى دى، د زيتُونو ونې، د مېوو ونې او د انګورو باغونه. هغوئ په مړه خېټه خوراک کولو او غټ شول، تا چې کوم ښۀ څيزونه هغوئ له ورکړى وُو د هغه هر څۀ نه يې خوند اخستلو.


خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


مالِک خُدائ ربُ الافواج به دې قومونو له برکت ورکړى او ووبه فرمائى، ”اے مِصريانو، زما خلقو، اے اسوريانو، تاسو ما پېدا کړى يئ، اے بنى اِسرائيلو، تاسو زما غوره شوى خلق يئ نو تاسو له زۀ برکت درکوم.“


زۀ به هغوئ له د خپلو ګناهونو او حرامو کارونو بدله يو په دوه ورکړم، ځکه چې هغوئ د بې‌ساه شکلونو او نفرت آميزه بُتانو په وجه زما موروثى مُلک پليت کړے دے.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ يو سړے خپله ښځه طلاقه کړى او د هغۀ نه جدا شى او بيا هغه د بل چا سره وادۀ وکړى نو آيا بيا اول خاوند ته د دې سره د دوباره وادۀ کولو اجازت شته څۀ؟ بلکل نه، ولې چې په داسې کولو به ټوله زمکه پوره پليته نۀ شى څۀ؟ خو اے اِسرائيله لکه څنګه چې يوه زناکاره ښځه په ډېرو سړو پسې ګرځى دغه شان تاسو په ډېرو بُتانو پسې وګرځېدئ نو اوس تاسو غواړئ چې ما ته دوباره راشئ څۀ؟


د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بې‌حرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.


ځکه چې د اِسرائيل دغه بدکارى هغې ته ډېره بې‌اهميته ښکارېده نو هغې هغه زمکه پليته کړه چې د کاڼو او لرګو د بُتانو سره يې زنا شروع کړه.


خو چې کله زمونږ پلار نيکۀ په دې مُلک کښې داخل شول او په دې يې قبضه وکړه نو هغوئ نۀ ستا واورېدل او نۀ يې ستا د شريعت پيروى وکړه. او هغوئ په هغه څۀ باندې عمل ونۀ کړو د کوم چې ورله تا حکم کړے وو. نو بيا ځکه تا دا ټول افتونه په هغوئ رانازل کړل.


نو د اِسرائيل او د يهوداه خلقو د ځوانۍ نه واخله تر اوسه پورې د شرارت نه بغېر بل کوم کار نۀ دے کړے او هر وخت يې زۀ په خپل کردار سره غصه کړے يم.


ځکه چې هغوئ زما قانون ونۀ منلو بلکې د منلو په ځائ يې رد کړو او زما د سبت بې‌حرمتى يې وکړه، او د هغوئ سترګې د هغوئ د پلار نيکۀ بُتانو ته وې.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


په هغه ورځ ما هغوئ سره قسم وکړو چې زۀ به هغوئ د مِصر نه هغې زمکې ته راولم کومه چې ما هغوئ دپاره خوښه کړې ده، هغه زرخيزه مُلک ته کوم چې د ټولو مُلکونو نه ډېر ښکلے دے.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، د کله نه چې تا زۀ هېر کړے يم او وروستو خپل شا ته دې غورزولے يم، په دې وجه تۀ به خامخا د خپلې شهوت پرستۍ او زناکارۍ سزا وزغمې.“


”اے بنى آدمه، کله چې د بنى اِسرائيلو خلق په خپل مُلک کښې اوسېدل، هغوئ هغه په خپل عمل او چال چلن سره پليت کړو. د هغوئ چال چلن زما په وړاندې لکه د ښځو د مياشتنۍ بيمارۍ په شان ناپاکه وو.


بنى اِسرائيليان به د مالِک خُدائ په مُلک کښې نۀ پاتې کيږى، بلکې هغوئ به مِصر ته واپس ځى او د اسور په مُلک کښې به حرام څيزونه خورى.


پاڅه دلته نه ځه، ځکه چې دا ستا د آرام ځائ نۀ دے، ځکه چې دا پليت دے، دا تباه شوے دے، دلته ستا دپاره علاج نشته.


هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده.


نو هغه دې د شپې هلته نۀ شى پرېښودلے. هغه دې خامخا هم په هغه ورځ ښخ کړے شى، ځکه چې يو داسې مړے چې په ونه کښې ځوړند وى هغه په مُلک باندې د خُدائ پاک لعنت راولى. هغه مړے ښخ کړئ، نو تاسو به هغه مُلک پليت نۀ کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له په ميراث کښې درکوى.


خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.


د مالِک خُدائ په نظر کښې چې څۀ صحيح او ښۀ وى نو هم هغه کوئ، نو ستاسو هر يو کار به سم وى. تاسو به هغه آبادې زمکې ته ورننه وځئ او ستاسو به شى چې مالِک خُدائ ستاسو پلار نيکۀ سره د هغې وعده کړې ده،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan