Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 هغوئ دا تپوس قدرې هم ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے، چا چې مونږ د مِصر نه رابهر کړو، او په هغه صحرا کښې يې زمونږ لارښودنه وکړه چې د ميرو او کندو کپرو مُلک وو، هر طرف ته خُشکه او تيارۀ وه چې په کومه زمکه کښې نۀ چا سفر کولو او نۀ په کښې څوک اوسېدل؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:6
26 Iomraidhean Croise  

هغۀ د الياس په چُوغه باندې اوبۀ ووهلې او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ، د الياس خُدائ پاک چرته دے؟“ نو هغۀ اوبۀ بيا ووهلې او اوبۀ تقسيم شوې او هغه بل خوا پورې وتو.


توره دې شى او تکه توره تيارۀ دې پرې راشى. وريځې دې ورباندې پاتې شى، د هغه ورځې تيارۀ دې دا ويروى.


خو هيڅ څوک دا نۀ وائى چې خُدائ پاک زما پېدا کوونکے چرته دے؟ څوک چې د غم په وخت هم په خولۀ باندې سرودونه راولى،


کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.


ما په تير شوو ورځو سوچ کولو، په تېر شوو کالونو باندې مې سوچ کولو.


”زۀ مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک يم چا چې تاسو د مِصر د مُلک نه راوويستلئ، کوم چې د غلامۍ مُلک وو.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


هيڅ څوک هم ستا نوم نۀ اخلى او نۀ تا ته د رحم سوال کوى. تا زمونږ نه مخ اړولے دے او مونږ دې زمونږ د ګناه په حواله کړې يُو.


د دې نه مخکښې چې ډېر ناوخته شى مالِک خُدائ، خپل خُدائ پاک ته جلال ورکړئ. او هغه وپېژنئ د دې نه وړاندې چې هغه درباندې تيارۀ راولى، او تاسو تيندک وخورئ او په تورو تيارو غرونو کښې راوغورزېږئ. او د هغه نُور چې تاسو يې په انتظار کښې يئ نو مالِک خُدائ به هغه په تورو تيارو بدل کړى.


”لاړ شه او د يروشلم خلقو ته دا پېغام ورسوه. ما ته ستاسو د ځوانۍ وفادارى ښۀ ياده ده، چې تاسو به څنګه لکه د ناوې په شان ما سره مينه کوله او تر دې چې په صحرا کښې چې په کښې کله هم څۀ نۀ کېدل بيا هم تاسو ما پسې راروان وئ.


اِمامانو هم دا تپوس ونۀ کړو چې، ”مالِک خُدائ چرته دے؟“ او تر دې چې د شريعت خادِمانو هم زۀ ونۀ پېژندم، د قوم مشرانو زما خلاف سرکشى وکړه، او د هغوئ نبيانو د بعل د بُت پېغام اورولو او د بې‌کاره بُتانو پيروى او عبادت يې کولو.“


دوئ د مالِک خُدائ په حقله دروغ ووئيل او وائى، ”هغه به مونږ سره هيڅ هم نۀ کوى. په مونږ به مصيبت نۀ راځى. قحط او جنګ به هم په مونږ باندې نۀ راځى.“


کۀ څۀ هم چې دوئ زما په نوم قسم خورى چې، ”مالِک خُدائ ژوندے دے،“ خو بيا هم دوئ دروغ وائى.


د هغۀ ښارونه به وران او تباه کړى او په اوچه دشته او ميره باندې به بدل شى، هغه به په داسې زمکه باندې بدل شى چې څوک به هم په کښې نۀ اوسيږى، او نۀ به څوک په کښې سفر کوى.


خو بيا مالِک خُدائ د يو پېغمبر په وسيله بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل او د يو پېغمبر په ذريعه يې د هغۀ خيال وساتلو.


خو زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، چا چې تاسو د مِصر نه راوويستلئ. زما نه بغېر بل خُدائ مۀ منئ ځکه چې زما نه بغېر بل خلاصونکے نشته.


هم ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ، او څلوېښت کاله مې په صحرا کښې ستاسو لارښودنه وکړه چې تاسو د اموريانو زمکه قبضه کړئ.


کوم خلق چې په تيارۀ کښې ناست وُو، هغوئ يوه لويه رڼا وليدله، او څوک چې په زمکه د مرګ په سورى کښې ناست وُو، پرې رڼا وځلېده.“


مونږ هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک حُکم راکړے وو. مونږ د سينا غرۀ نه لاړُو او په هغه لوئ او خطرناک بيابان کښې د اموريانو غرونو مُلک پورې روان وُو. کله چې مونږ قادِس برنيع ته ورسېدو،


هغۀ هغوئ په بيابان کښې پېدا کړل چې سرګردانه ګرځېدل، چې يوه خوشې او اوچه صحرا وه. هغۀ هغوئ بچ کړل او پام يې ورباندې وکړو، لکه چې هغه يې د سترګو تور وى.


هغه راياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په تېرو څلوېښتو کالونو کښې څنګه په بيابان کښې په دې اوږد سفر کښې ستاسو لارښودنه وکړه، او په تاسو يې سختۍ راولېږلې چې په تاسو کښې عاجزى وى او تاسو وآزمائى، نو چې هغه په دې پوهه شى چې ستاسو په زړۀ کښې څۀ دى نو چې د هغۀ په حُکمونو عمل کوئ او کۀ نه.


جدعون ورته وفرمائيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ چې زمونږ مل دے نو دا هر څۀ په مونږ ولې شوى دى؟ هغه ټول عجيبه کارونه چرته دى چې زمونږ پلار نيکۀ مونږ ته وئيل چې مالِک خُدائ کول، هغوئ يې څنګه د مِصر نه راوويستل؟ مالِک خُدائ مونږ پرېښودلى يُو او ميديانيانو ته يې مونږ حواله کړى يُو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan