Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 د معشوقو په پېدا کولو کښې تاسو څومره ماهر يې. تر دې چې بدکاره ښځه به هم ستاسو نه چل زده کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:33
12 Iomraidhean Croise  

خو منسى د يهوداه او يروشلم خلق بې‌لارې کړل او هغوئ د هغه قومونو نه هم لوئې ګناهونه وکړل کوم چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو کله چې بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.


”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى،


ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم.


ستاسو لمن د بې‌ګناه غريبانانو په وينو داغې شوې ده، سره د دې چې هغوئ تاسو په غلا کولو کښې نۀ دى نيولى. د دې هر څۀ باوجود


تۀ کله دلته او کله هلته ځې راځې نو بيا ولې دومره زر خپلې لارې بدلوې؟ تۀ به د مِصر نه داسې وشرمېږې لکه څنګه چې تۀ وړاندې د اسور نه شرمېدلے وې.


نو بيا ما خپل لاس ستا خلاف دراوږد کړو او ستا ملکيت مې کم کړو، او ما تۀ خپلو حرصناکو دشمنانو ته حواله کړې، يعنې د فلستيه لوڼو ته چا ته چې ستا د بې‌حيا کارونو نه حيا ورتله.


دا نۀ چې تۀ صرف د هغوئ په نقش قدم باندې روانه يې او د هغوئ د حرامو کارونو پيروى دې وکړه بلکې په خپلو ټولو کردارونو کښې تۀ ډېره زر د هغوئ نه بدتره شوې.


زۀ به هغې له د هغه ورځو په وجه سزا ورکړم کله چې هغې زۀ هېر کړم او بعل ته به يې خوشبويۍ سوزولې او والۍ او کالى به يې واچول او په خپلو عاشقانو پسې به روانه وه. مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan