Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 ولې يوه پېغله خپل کالى هېروى، او يا يوه ناوې خپل د وادۀ سنګار او جامې هېروى څۀ؟ خو زما خلقو زۀ بې‌حده هېر کړے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:32
24 Iomraidhean Croise  

چې کله اوښانو اوبۀ وڅښلې، هغه سړى د سرو زرو يوه قيمتى نتکۍ هغې ته ورپه پوزه کړه او دوه درنې د سرو زرو کَړى يې ورپه لاس کړې.


لابن د خپلې خور په پوزه نتکۍ او د هغې په لاسونو کَړې ليدلې وې. او رِبقې دا خبره کوله چې لابن واورېدل څۀ چې هغه سړى وئيلى وُو. هغه د اِبراهيم نوکر له ورَغلو چې هغه د خپلو اوښانو سره د چينې سره ولاړ وو،


بيا هغۀ ورله جامې، سپين زر او د سرو زرو کالى راوويستل او رِبقې له يې ورکړل. هغۀ د هغې ورور او مور له هم قيمتى تُحفې ورکړې.


د بنى اِسرائيل ښځې د ساؤل دپاره د غم ژړا کوى. هغۀ تا ته سرې ښې جامې درواغوستلې او په کالو او سرو زرو يې ښائسته کړې.


هغوئ خُدائ پاک يعنې خپل خلاصونکے هېر کړو، چا چې په مِصر کښې لوئ کارونه کړى وُو،


ځى به لاندې قبر ته ټول بدکاران، چې هېر کړے يې مالِک خُدائ دے هغه ټول قومونه به وى ورروان.


افسوس، تاسو خپل د خلاصون خُدائ پاک هېر کړے دے او هغه مضبوط ګټ درته نۀ دے ياد چې تاسو پرې پناه اخستے شئ. خو تاسو د پردى مُلک د معبود د عبادت دپاره ښائسته باغونه کَرلى دى.


تۀ د چا نه دومره سخت يرېدې چې تا ما ته دروغ ووئيل، نۀ دې زۀ ياد کړم او نۀ دې زما پرواه وکړه؟ زۀ چې دا دومره موده خاموش وم نو په دې وجه تۀ زما نه نۀ يرېږې څۀ؟


زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.


دې بدکاره خلقو چا چې زما د کلام د اورېدو نه اِنکار وکړو، او د خپلو سرکشه زړونو يې ومنل او د نورو معبودانو عبادت او خِدمت يې شروع کړو، نو د هغوئ حالت به د دې سخا شوے لنګ په شان وى چې د هيڅ کار نۀ وى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، دا ستا قسمت دے، هغه برخه چې ما ستا دپاره مقرر کړې ده. ځکه چې تا زۀ هېر کړے يم او په دروغژنو معبودانو دې يقين کړے دے.


بلکې زما خلقو زۀ هېر کړے يم، او هغوئ بې‌کاره بُتانو ته خوشبويۍ وسوزولې، بُتان کوم چې د هغوئ د تيندک باعث شُو او دوئ يې د پخوانو ښو لويو لارو نه جدا کړل او په کچه لارو باندې روان شول.


تاسو چرې يو قوم داسې هم ليدلے دے چې د خپلو خُدايانو نه اوړېدلى وى کوم چې په حقيقت کښې خُدائ پاک هم نۀ دے؟ نه، بلکل نه. خو زما غوره شوے قوم زۀ خپل جلالى مالِک خُدائ پرېښودم او زما په ځائ يې د بې‌فائدې بُتانو عبادت وکړو.


د معشوقو په پېدا کولو کښې تاسو څومره ماهر يې. تر دې چې بدکاره ښځه به هم ستاسو نه چل زده کړى.


د هغوئ خيال دا دے چې کوم خوبونه چې دوئ په خپلو کښې يو بل ته بيانوى نو د دې په وجه به زما خلق زما نوم هېر کړى، لکه څنګه چې پخوا د دوئ پلار نيکۀ زما نوم هېر کړے وو او د بعل بُت عبادت يې وکړو.“


د خُشکو غرونو په اوچتو سرونو باندې د بنى اِسرائيليانو د ژړا او فرياد شور اورېدلے شى، ځکه چې هغوئ غلطه لار اختيار کړې ده او خپل مالِک خُدائ يې هېر کړے دے.


په تا کښې خلق په پېسو مرګونه کوى، تاسو سود کوئ او ډېره زياته ګټه اخلئ، او د خپلو ګاونډيانو نه ناجائزه ګټه کوئ. تاسو زۀ هېر کړے يم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.


بنى اِسرائيلو خپل خالِق هېر کړے دے او شاهى محلونه يې جوړ کړى دى، او يهوداه د پَخو دېوالونو ډېر ښارونه جوړ کړى دى. خو زۀ به د هغوئ په ښارونو اور نازل کړم او هغه به د هغوئ محلونه وسوزوى.“


د مالِک خُدائ خلق مالداره شول، خو سرکشه وُو، هغوئ څاربۀ او په خوراک ماړۀ وُو. هغوئ خُدائ پاک خپل خالِق پرېښودو هغوئ د خپل طاقتور خلاصوونکى نه منکر شول.


ما پاک ښار، يعنې نوے يروشلم وليدلو چې د خُدائ پاک د طرفه د آسمان نه راکوزېدو، او دا داسې تيار کړے شوے وو لکه چې ناوې د خپل خاوند دپاره سنګار شوې وى.


او د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک خِدمت يې نور ونۀ کړو، چا چې هغوئ د ګېرچاپېره د خپلو ټولو دشمنانو نه بچ کړى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan