Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 ما ستاسو خلقو ته بې‌فائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح ‎کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:30
30 Iomraidhean Croise  

هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“


هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربان‌ګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“


يوآس بادشاه د زکرياه خِلاف په يو سازش کښې ملګرتيا وکړه او د بادشاه په حُکم يې د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې زکرياه سنګسار کړو.


کله چې مصيبتونه ډېر سخت وُو، نو هغه سړى يعنې احاز د مالِک خُدائ خِلاف د مخکښې نه زياته ګناه وکړه.


خو هغوئ د خُدائ پاک په پېغام وړونکو پورې ټوقې وکړې، د هغوئ خبرو ته يې توجو ورنۀ کړه او د هغۀ په پېغمبرانو پورې يې خندا وکړه، تر دې پورې چې د مالِک خُدائ غصه د هغۀ د خلقو خِلاف دومره زياته شوه چې د هغې نه د خلاصون لار نۀ وه.


خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى.


ځکه چې ستاسو لاسونه خونى، او ستاسو ګوتې په ګناه ککړې دى. ستا شونډې دروغژنې دى او خولۀ دې د بدعملۍ پس پس کوى.


اګر چې مالِک خُدائ ربُ الافواج هغوئ له سزا هم ورکړې ده، خو د اِسرائيل خلقو توبه نۀ ده ويستلې، او هغوئ هغۀ ته واپس نۀ دى راګرځېدلى.


د اِفرائيم ژړا او فرياد ما ته رارسېدلے دے، تا ما ته تربيت راکړو چې په لاره شم، لکه د ناجوته سخى په شان دې تربيت راکړو او زۀ اوس په لاره شوے يم. ما دې خپل حضور ته واپس راوله، نو زۀ به واپس راشم، ځکه چې تۀ زما مالِک خُدائ او خُدائ پاک يې.


”د مِصر په ښارونو په مجدال، ميمفِس او تحفنحيس کښې به دا اعلان وکړئ چې، د جنګ دپاره تيار شئ، ځکه چې تُوره به ستاسو خوا او شا کښې هر څۀ وخورى.


اے مالِکه خُدايه ستا سترګې صداقت ليدل غواړى. کۀ څۀ هم چې تا دوئ ووهل خو دوئ ته پرې څۀ خفګان ونۀ رسېدو، تا هغوئ ته سزا ورکړه خو بيا هم دوئ اصلاح نۀ شُو. او دوئ خپل زړونه د کاڼى نه هم سخت کړل او د توبې ويستلو نه يې اِنکار وکړو.


نو دوئ ته ووايه، دا هغه قوم دے چې د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړله او اصلاح يې قبوله نۀ کړله. رښتينوالے د دوئ نه تلے دے، او هغه نور د دوئ د خُلو نه نۀ اورېدلے کيږى.“


خو دا د هغې د پېغمبرانو د ګناه په وجه وشو او د اِمامانو په جرمونو سره وشو، چا چې د ښار په مينځ کښې د صادقانو وينه تويه کړه.


”اے بنى آدمه، دې مُلک ته ووايه چې، تۀ هغه مُلک يې چې لا پاک شوے نۀ يې، په تا د غضب په ورځو کښې باران ونۀ شو.


نو اوس تا په خپلو بې‌حيا کارونو خپل ځان پليت کړے دے. ځکه ما کوشش وکړو چې تا د خپلو پليتو عملونو نه پاک کړم، خو تۀ پاک نۀ شوې، تۀ به تر هغې پاک نۀ شې ترڅو چې زۀ خپله مکمله غصه په تا نازله کړم.


څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، هغه ټول افتونه په مونږ نازل شوى دى، بيا اوس هم مونږ د خپل مالِک خُدائ د رضا حاصلولو دپاره د خپلو ګناهونو نه اوړېدلى نۀ يُو او نۀ مو ستا په حقيقت غور کړے دے.


هغه د هيچا تابعدارى نۀ کوى، هغه تربيت نۀ قبلوى. هغه په مالِک خُدائ يقين نۀ کوى، هغه خپل خُدائ پاک ته نزدې نۀ راځى.


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو د نبيانو زيارتونه جوړَوئ او د صادقانو قبرونه سينګاروئ


داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.


چا چې مالِک عيسىٰ او نبيان دواړه ووژل او مونږ يې هم وشړلو. هغوئ خُدائ پاک خفه کوى او د هر چا مخالفت کوى.


او هغوئ بد بد وسوزېدل خو هغوئ د خُدائ پاک په نوم کُفر ووئيلو، چا سره چې د دې افتونو د نازلولو اختيار دے، خو هغوئ د توبه ويستلو نه اِنکارى شول او نۀ يې د هغۀ ثنا ووئيله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan