29 مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نو بيا تاسو ولې په ما اِلزام لګوئ؟ تاسو ټولو زما خلاف سرکشى کړې ده.
”تۀ څنګه وائې چې ما خپل ځان نۀ دے ګنده کړے او د بعل د بُت پيروى مې نۀ ده کړى؟ ګوره تا په هغه دره کښې څنګه رفتار وکړو. لږ ځان سره سوچ وکړه چې تا هلته څۀ کړى دى. تۀ هغه اوښه يې چې وار يې راوړے وى او اخوا ديخوا منډې وهى،
بيا هم تۀ وائې چې، ”ما هيڅ نۀ دى کړى زۀ بېګناه يم، مالِک خُدائ خو ما ته غصه نۀ دے.“ خو زۀ به تا له سخته سزا درکړم ځکه چې تۀ وائې چې، ”زۀ بېګناه يم.“
د اوچتو خُشکو غرونو طرف ته نظر وکړه او وګوره چې آيا هلته په هغې کښې داسې ځائ شته چې تۀ په کښې بېحرمته شوے نۀ يې؟ د لارې په خوا کښې تۀ د زنا دپاره يارانو ته داسې ولاړه وې، لکه چې يو کوچے په صحرا کښې په انتظار ناست وى. تا د زناکارۍ او شرارت په وجه ټوله زمکه پليته کړې ده.
د يروشلم په کوڅو کښې ښکته پورته منډې ووهئ. اخوا ديخوا په غور سره وګورئ او په چوکونو کښې لټون وکړئ. کۀ چرې تاسو داسې يو کس هم پېدا کړئ چې هغه صداقت او اِنصاف کوى او په رښتياو پسې ګرځى، نو زۀ به دا ښار نۀ تباه کوم.
د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.
ټولو بنى اِسرائيلو ستا د شريعت خلاف ورزى کړې ده، مخ يې ترې نه اړولے دے او ستا د منلو نه يې اِنکار کړے دے. نو په دې وجه هغه لعنتونه او قسم خوړلے شوى افتونه چې د خُدائ پاک د خِدمت کوونکى موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى په مونږ نازل شول، ځکه چې مونږ ستا خلاف ګناه کړې ده.
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.