يرمياه 2:25 - Pakistani Yousafzai Pashto25 نو بيا دومره منډې مۀ وهه چې څپلۍ دې وشليږى او مرۍ دې اوچه شى. نو بيا تا ووئيل، چې نه، دا خبرې زما دپاره بېفائدې دى، زۀ د غېرو د بُتانو سره مينه کوم، او زۀ به د هغوئ پيروى کوم.“ Faic an caibideil |
مونږ به ضرور په خپلو هغه ټولو خبرو عمل کوُو د کومې خبرې چې مونږه منښته کړې ده، مونږ به آسمانې مَلِکې ته خوشبو سوزوُو او هغې ته به د انګورو د شيرې نذرانې پېش کوُو. مونږ به هغه کارونه کوُو لکه څنګه چې به زمونږ پلار نيکۀ، بادشاهانو، سرکارى کسانو د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې کول. مونږ سره په هغه وخت کښې خوراک ډېر تېر وو او زندګى مو ښۀ وه او مونږ ته هيڅ قسمه تکليف او مصيبت نۀ وو.