Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 تۀ لکه د هغه ځنګلى خرې په شان يې چې په دشته کښې په مستۍ راغلې وى او آوازونه شروع کړى نو څوک د هغې شهوت قابو کولے شى؟ او هر يو صحرائى خر به بغېر د تکليف نه په هغې باندې سورېدے شى او هغه په خپله هغوئ ته نزدې ورځى ځکه چې هغه په مستۍ کښې راغلې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:24
8 Iomraidhean Croise  

خو يو کم عقل کس به په هغه وخت هوښيار شى، چې کله د يوې کوچاڼې نه يو انسان پېدا شى.


ولې تا ته پته شته چې دا بچى څو مياشتې د هغوئ په ګېډه وى؟ او تا ته د هغه وخت پته شته څۀ چې دا به کله پېدا شى


ځنګلى خرونه هم د خوشکو غونډو په سرونو ودريږى او د ګيدړانو په شان چغې وهى او د خوراک د نشتوالى په وجه يې نظر کار پرېښے دے.


دوئ د لرګى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما پلار يې، او د کاڼى نه جوړ شوى بُت ته وائى چې تۀ زما مور يې. دوئ ټولو ما ته د مخ په ځائ شا کړې ده، خو چې کله هم څۀ تکليف ورباندې راشى نو بيا ما ته خواست کوى چې راشه او مونږ ته خلاصون راکړه.


هره يوه کنجره پېسې اخلى، خو تۀ خپلو عاشقانو له تحفې ورکوې، هغوئ له خرچه ورکوې چې تا له د هرې خوا نه د ناروا کارونو دپاره راشى.


زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“


هغوئ اسوريانو له د مدد دپاره تلى دى، لکه څنګه چې يوې ځنګلى خرې وار راوړے وى. دغسې بنى اِسرائيل لکه د کنجرې خپل ځان په عاشقانو خرڅ کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan