Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کۀ څۀ هم تاسو خپل ځان په سوډا او ډېر صابون باندې ووينځئ، خو بيا هم ستاسو د ګناه داغونه زما په وړاندې دى.“ دا د قادر مطلق خُدائ وينا ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:22
12 Iomraidhean Croise  

نو داؤد وفرمائيل، ”نو دا پاتې ورځ دلته ايسار شه او سبا به زۀ تا واپس ولېږم.“ نو اورِياه په هغه او په ورپسې ورځ په يروشلم کښې ايسار شو.


زما ګناهونه به په يوه بوجۍ کښې بند شوې وى، او تۀ به زما ټولې غلطيانې پټې کړې.


اے مالِکه خُدايه، کۀ تا، د ګناهونو حساب کړے وے، اے مالِکه خُدايه، نو څوک ستا مخکښې ودرېدے شى؟


زمونږ ګناهونه دې په خپل مخکښې اېښى دى، زمونږ پټې خطاګانې تا ته ښکاره دى.


د هغوئ ټول عملونه زما د سترګو د وړاندې دى او زۀ يې وينم، هغه زما نه پټ نۀ دى، او تر دې چې د هغوئ ګناهونه هم زما د سترګو نه پټ پناه نۀ دى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربان‌ګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده.


اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟


نو مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، افسوس دې وى د قاتلانو په ښار، لکه د هغه دېګ په شان چې زنګ وهلے وى د چا ګندګى چې نۀ اخوا کيږى، دېګ په يو شان سره خالى کړئ او خوښه نا خوښه مۀ کوئ.


د بنى اِسرائيلو ګناهونه او جرمونه ليکلے شوى دى او د حساب دپاره دا محفوظ پراتۀ دى.


هغه مالِک خُدائ چې يعقوب ورباندې فخر کوى قسم وکړو چې، ”زۀ به هيڅکله هغه کارونه هېر نۀ کړم چې دوئ کړى دى.


د مالِک خُدائ په ياد دى چې د هغوئ دشمنانو څۀ کړى دى، هغه د صحيح وخت اِنتظار کوى چې هغوئ له سزا ورکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan