Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 ستاسو شرارت به تاسو له سزا درکړى، او زما نه ستاسو د اوړېدو په وجه به تاسو ورټلے شئ. نو بيا تاسو په دې غور وکړئ او ځان خبر کړئ چې دا به ستاسو دپاره څومره بده او ترخه وى کله چې تاسو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک پرېږدئ او تاسو د هغۀ نه، نۀ يرېږئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:19
40 Iomraidhean Croise  

الياس ورته وفرمائيل، ”زۀ شرير نۀ يم، بلکې تۀ او ستا د پلار خاندان شرير دے. تۀ د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى کوې او د بعل د بُتانو عبادت کوې.


سمعياه پېغمبر رحُبعام بادشاه او د يهوداه هغه مشرانو له لاړو کوم چې په يروشلم کښې سيساق نه د تښتېدو دپاره راغونډ شوى وُو. هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ستاسو دپاره د مالِک خُدائ پېغام دا دے چې تاسو زۀ مالِک خُدائ پرېښودم نو دا ځکه ما تاسو سيساق ته پرېښودئ.“


نو ادوم تر نن پورې د يهوداه نه آزاد دے. هم په هغه وخت کښې د لِبناه ښار هم بغاوت وکړو، دا هر څۀ ځکه وشول چې يهورام مالِک خُدائ د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک پرېښے وو.


نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“


د ګناه وهم بدکارو ته په زړۀ کښې لمسون کوى. هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.


چې کله اِسرائيليان د سينا غرۀ نه لاړل، نو هغوئ نور کالى اچول بس کړل.


نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى.


د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.


د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.


د هغوئ مخونو نه د هغوئ ملامتيا څرګنده ده. هغوئ د سدوم د خلقو په شان په جار بار ګناه کړې ده. په هغوئ افسوس. هغوئ په خپله تباهى په ځان باندې راوستلې ده.


نو زۀ به اوس تاسو ته ووايم، چې زۀ به د دې خپل باغ سره څۀ کوم. د دې نه ګېرچاپېره چې کوم باړ دے هغه به ترې نه اخوا کړم، د دې د حِفاظت دېوالونه به راوغورزوم او ځناور به ورپرېږدم چې وې خورى او د پښو لاندې يې کړى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.


نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو.


کۀ تۀ چرې د خپل ځان نه تپوس وکړې چې دا هر څۀ ما سره ولې کيږى؟ نو دا ستا د ډېرو ګناهونو په وجه تا سره وشول. نو ځکه ستا نه جامې وويستلے شوې او هغه حمله کوونکو فوجيانو تا سره په زور زنا وکړه.


اے بنى اِسرائيلو، ولې دا تاسو په خپله په خپل ځان نۀ دى کړى څۀ؟ کله چې مالِک ستاسو خُدائ پاک ستاسو رهنمائى کوله نو بيا په هغه وخت کښې تاسو هغه پرېښودو.


اے بې‌وفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بې‌وفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.


اے يهوداه، ستا خپل چال چلن دا مصيبت په تا نازل کړے دے. دا ستا سزا ده. او دا څومره ترخه ده. او دا څومره زړۀ سورے کوونکې ده.“


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


دوئ هيڅکله خپل ځان سره دا نۀ دى وئيلى چې، راځئ د مالِک خُدائ نه يره وکړُو، څوک چې په مونږ باندې د منى او سپرلى موسم کښې بارانونه راوروى، او هغه مونږ ته د رېبلو موسم په مقرره وخت کښې راولى.


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


آيا هغوئ په خپل دې عمل سره ما ته نقصان رسوى څۀ؟ خو هغوئ خپل ځان ته نقصان رسوى او په خپل دې عمل سره خپل ځانونه شرموى.


نو بيا د يروشلم خلق د صحيح لارې نه ولې اوړېدلى دى؟ دوئ په دروغو او دوکه مارۍ کښې خپل ځان انغښتے دے او ما ته د واپس راتلو نه اِنکار کوى.


دا هر څۀ په تا باندې راوستل، ځکه چې تۀ نورو قومونو پسې بې‌قراره وې او خپل ځان دې د هغوئ په بُتانو پليت کړو.


ما د هغوئ سره د هغوئ د ناپاکوالى او د بدعملۍ په مطابق سلوک وکړو، او ما خپل مخ د هغوئ نه پټ کړو.“


زما خلقو کلکه فېصله کړې ده چې ما پرېږدى. هغوئ په خولۀ خو ما ته حق تعالىٰ وائى خو زۀ به هغوئ بچ نۀ کړم.


اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟


اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.


د ضدى سخى په شان بنى اِسرائيل ضدى دے. نو بيا مالِک خُدائ څنګه هغه د څران په لوئ مېدان کښې لکه د يو ګډورى په شان وڅروى؟


د بنى اِسرائيلو غرور د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. هغوئ به د خپلې ګناه په وجه راوغورزيږى او د يهوداه خلق به هم ورسره راوغورزيږى.


هغوئ د دې نه ناخبره دى چې ما ته د هغوئ ټول بد عملونه ياد دى. د هغوئ ګناهونه په هر ځائ کښې څرګند دى، دا ټول ما ته ښکارى.


اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ.


زۀ به ستاسو مذهبى اخترونه په ماتم بدل کړم او ستاسو د خوشحالۍ ټولې سندرې به د غم په سندرو بدلې کړم. زۀ به په ټولو د ټاټ جامې واغوندمه او سرونه به پرې ګنجيان کړم. خلق به داسې ماتم کوى لکه چې اېک يو زوئ يې مړ وى. هغه ورځ به څومره سخته وى.“


او دا هر څۀ ولې پېښ شول؟ ځکه د اِسرائيل د سرکشۍ په وجه، آو، دا د ټول قوم د ګناهونو په وجه وشول. د اِسرائيل د سرکشۍ ذمه وار څوک دى؟ سامريه، دا لوئ ښار دے. د يهوداه د بُت پرستۍ ځايونه چرته دى؟ په يروشلم کښې، دا لوئ ښار دے.


خو هغوئ په دې غور کولو نه اِنکار وکړو، او په سرکشۍ سره يې ورته شا کړه او خپل غوږونه يې بند کړل.


هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.“


خو تاسو بيا هم زۀ پرېښودم او د نورو معبودانو عبادت مو وکړو، نو زۀ به بيا تاسو نۀ بچ کوم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan