18 نو بيا مِصر ته د تلو او د دريائے نيل د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟ او بيا اسور ته د تلو او د فرات د سيند د اوبو څښلو څۀ فائده ده؟
ادوميانو په يهوداه باندې بيا حملې شروع کړې او ډېر قېديان يې ونيول، نو په دې وجه احاز بادشاه د اسور بادشاه تغلت فلاسر نه مدد وغوښتو.
او په ژورو اوبو کښې به يې سفر کولو او د مِصر غله به يې تاسو له رارسوله، ولې چې تاسو به د نيل د درياب د غاړې نه ګټه اخستله او دغه شان تاسو د ټولو قومونو دپاره د تجارت مرکز وے.
کوم خلق چې د مدد غوښتلو دپاره مِصر ته ځى نو په هغوئ باندې افسوس. ځکه چې هغوئ د مِصر په لوئ فوجى طاقت، آسونو، جنګى ګاډو او فوجيانو باندې بهروسه کوى. خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې يقين نۀ کوى، کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس ذات دے او نۀ ترې نه مدد غواړى.
کله چې هغه وخت راشى، نو مالِک خُدائ به د اسور بادشاه د نائى په توګه د فرات سيند د بلې غاړې نه راولى او هغه به ستاسو ږيرې، سر او په بدنونو وېښتۀ کل کړى.
تۀ کله دلته او کله هلته ځې راځې نو بيا ولې دومره زر خپلې لارې بدلوې؟ تۀ به د مِصر نه داسې وشرمېږې لکه څنګه چې تۀ وړاندې د اسور نه شرمېدلے وې.
اے زما بېوفا لورې، تۀ به ترڅو پورې سرګردانه ګرځې؟ مالِک خُدائ به يو نوے کار وکړى او هغه دا دے چې بنى اِسرائيل به خپل مالِک خُدائ ته غاړه ورکړى.“
په ډېرو کتو مو سترګې ړندې شوې خو بېفائدې، هيڅ مدد رانۀ غلو. مونږ د داسې يو قوم په انتظار وُو چې زمونږ بچ کول د هغوئ د وس کار نۀ وو.
مونږ خپل ځان مِصر او اسور ته حواله کړو چې مونږ ته پوره روټۍ مِلاو شى.
تۀ د اسوريانو سره هم په زناکارۍ کښې مصروفه شوې، ځکه چې ستا شوق نۀ پوره کېدو، بلکې د دې نه وروستو هم تۀ يخه نۀ شوې.
خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟
دا هر څۀ په تا باندې راوستل، ځکه چې تۀ نورو قومونو پسې بېقراره وې او خپل ځان دې د هغوئ په بُتانو پليت کړو.
کله چې اِسرائيل خپله بيمارى او يهوداه خپل زخمونه وليدل، نو اِسرائيل لاړل چې د اسور د لوئ بادشاه نه مدد وغواړى، خو هغۀ نۀ دوئ ته شفا ورکولے شوه او نۀ يې د دوئ د زخمونو علاج کولے شو.
بنى اِسرائيل د کم عقلې ګوګوشتکې په شان دى چې په آسانه دوکه کيږى. اول يې مِصر د مدد دپاره راوغوښتو او بيا يې د پناه دپاره اسور ته ورمنډه کړه.
او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل.