Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 2:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 ”ولې بنى اِسرائيليان غلامان دى څۀ؟ ولې هغوئ غلامان پېدا شوى دى څۀ؟ نو بيا ولې هغوئ اغوا کړے شول؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 2:14
7 Iomraidhean Croise  

ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“


د هغه مُلک او د بل مُلک خلقو دپاره به يو شان قانون وى کوم چې ستاسو سره اوسيږى.“


بيا تۀ هغۀ ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې، بنى اِسرائيل ما ته د مشر زوئ په شان دى.


ما ډېر غلامان او وينځې واخستلې، او زما په کور کښې هم غلامان پېدا شوى وُو. ما سره دومره زيات څاروى وُو چې په يروشلم کښې پخوانى يو بادشاه سره هم نۀ وُو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”د يهوداه خلقو راشئ، او ما ته هغه طلاق نامه وښايئ چې ما ستاسو مور له ورکړې وه او ستاسو مور مې پرېښوده. هغه طلاق نامه چرته ده؟ او يا ما ته هغه قرض ورکوونکے وښايئ چې ما د خپل قرض په وجه تاسو ورته حواله کړى وئ هغه چرته دے؟ ګورئ هم ستاسو د خپلو ګناهونو له وجې خرڅ کړے شوئ او ستا د خپلو ګناهونو په وجې ستاسو مور وشړلې شوه.


ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“


اے يرمياه کۀ چرې خلق تا نه تپوس وکړى چې دا هر څۀ زمونږ مالِک خُدائ پاک ولې مونږ سره وکړل؟ نو تۀ دوئ ته ووايه، چې تاسو خپل حقيقى خُدائ پرېښودو او د هغۀ په ځائ مو په خپل مُلک کښې د غېرو معبودانو خِدمت وکړو، نو په دې وجه به تاسو په پردى وطن کښې د پردو خلقو خِدمت وکړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan